کابو یو نیم سل منډې ملګرتیا او د افریقا بری

د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د یو ورځنیو لوبو پیل په بري او اسټرالیا په ماته وکړ، اسټرالیا، جنوبي افریقا ته خپل لوبیز سفر د فبروري په میاشت کې کړی دی، دې سفر کې درې شل اوریزې او درې یو روځنۍ لوبې شاملې دي، چې شل اوریزې لوبې اسټرالیا دوه د یو پر وړاندې وګټلې او سویلي افریقا ته یې په خپل کور کې ماتې ورکړه.
دواړو لوبډلو د یو ورځنیو لوبو پیل د شنبې پر ورځ وکړ، چې سویلي افریقا پکې لومړی توپ وهنه وکړه.
د افریقا کرکټ لوبډلې خپلې لومړۍ وېکټې ژر، ژر له لاسه ورکړې او دې حالت داسې ونګېرله چې افریقا به یو مناسب ټارګېټ د سترې لوبډلې اسټرالیا پر وړاندې ورنه کړي.
د افریقا اوپنر توپ وهونکی جانېمن ملن په صفر وسوځېد او د اسټرالیایي بالرانو اټېک خطرناک برېښېده.
کابو یو نیم سل منډې ملګرتیا او د افریقا بری یقیني کول
د افریقا څلور وېکټې ژر ژر ولوېدې، خو په پنځمه وېکټ د ډېوېډ مېلر او هېنرېک کلاسېن ۱۴۹ منډې ملګرتیا وکړه، چې دې رغوونکې ملګرتیا خپله لوبډله په پښو ودروله او له نړېدلي حالت څخه یې راوویستله.
افریقا د ۷ وېکټو په سوځېدو سره ۲۹۱ منډې وکړې، چې هېنرېک کلاسېن پکې په ۱۱۴ توپونو د ۳ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۱۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او ډېوېډ مېلر ورسره د ۶۴ سوځېدلو منډو ملګرتیا وکړه.
چې دواړو مجموعا ۱۴۹ منډې پارټنرشیپ وکړ.
اسټرالیا لپاره هم په درېیمه وېکټ مېرنیوس لبوس شېن او سټیف سمېت شاوخوا سل منډې ملګرتیا وکړه، خو افریقایي بالران یې ماتولو کې بریالي شول.
استرالیا په ۴۵ اعشاریه یو اورونو کې د ټولو وېکټو په نقصان سره ۲۱۷ منډې وکړې او لوبه ترې افریقا په ۷۴ منډو وګټله. سمېت ۷۶ منډې وکړې.
د ۳۴ بونډریانو لوبول
دواړو پاڼیو توپ وهنه کې ټولې ۳۴ بونډریانې یا پولې ولوبېدې، چې افریقا پکې ۱۷ څلوریزې او ۴ شپږیزې وهلې وې.
او اسټرالیا بیا یوازې ۱۳ څلوریزې وهلې وې.
دواړه لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي