کابل کې د امریکايي ځواکونو کمپ دفاع وزارت ته وسپارل شو

له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو سره هممهاله په کابل کې د نړیوالو ځواکونو، نوی کابل کمپ د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي، چې د دغه پوځي کمپ د سپارلو په مراسمو کې د دفاع وزارت مرستیال او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون درلود.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د غوڅ ملاتړ ماموریت له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د انتقال او د اډو سپارلو بهیر په بریالۍ توګه د عملي کېدو په حال کې دی.

له دې مخکې هم بهرنیو پوځیانو په یو شمیر ولایتونو کې خپلې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

په ورته وخت کې د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، افغان ځواکونه د دې وړتیا لري، چې د بهرنیو ځواکونو له شتون پرته له خپل هېواد څخه ساتنه وکړي.

ناټو

نوموړي دغه راز له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو څخه د ناټو پر ملاتړ هم ټینګار کړی.

ستولټنبرګ زیاته کړې، اوس افغانان هم پوهېږي چې مونږ په افغانستان کې ۲۰ کاله تېر کړل هلته مو وينه ورکړه او پېسې مو مصرف کړې.

د هغه په وینا اوس که د امنيتي ځواکونو د وړتيا خبره وي يا د اقتصادي پرمختګ، افغانان په دواړو برخو کې پوره مخکې تللي دي.

د نوموړي په خبره اوس افغان ځواکونه په خپله د خپل هېواد امنيت سمبالولی شي او دغه زمه واري په سم ډول مخته وړلی شي.

د سټولټنبرګ په وینا، چې ناټو هېوادونه به په افغانستان کې وزارتونو ته مشورې او امنيتي ځواکونو ته مالي مرستې ورکوي او د افغان حکومت او طالبانو د خبرو ملاتړ به هم کوي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان نه د امریکا او ناټو ځواکونه له وتلو سره سم په هېواد کې د تاوتریخوالي پېښې هم زیاتې شوي او په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو ځينې سیمې نيولي هم دي.

ځينې څيړونکي اندېښنه څرګندوي چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د طالبانو تاوتریخوالی نور هم زیات شي.

خو افغان حکومت وايي، چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه وړتيا لري چې د هېواد امنیت ټینګ کړي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ