کابل کې نننۍ چاودنې توند غبرګونونه راپارولي دي

ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې نننی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ددې برید پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده او ولسمشر ویلي چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوي.

نوموړي همدا راز دا برید بشر ضد جنایت یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د قرآن عظیم الشان د نزول په شپه هم عام افغانان د وير پر ټغر کېنول.

هغه امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې ددې پېښې غچ له طالبانو واخلي.

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او هغه یې انسان ضد او بشر ضد جنایت یاد کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما هم په یوه پیغام کې د نجونو پر ښوونځي موټربم برید په کلکو ټکو غندلی دی او په دې اړه یې خپلې خواخوږۍ مراتب د قربانیانو له کورنیو سره شریک کړي دي.

د یادونې ده چې نن مازدیګر د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې یوه دولتي ښوونځي ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت په لومړنیو معلوناتو کې ښودل شوې وه چې په نننۍ چاودنه کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي او دا شمېره وروستۍ نه ده.

خو وروستیو مالوماتو کې کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دشت برچي سیمې په نننې چاودنه کې ۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.

وزارت زیاته کړې، چې په وژل شوو او ټپیانو کې هغه نجونې شاملې دي چې تازه له ښوونځي رخصت شوې وې.

د یادونې ده چې وسله والو طالبانو د کابل په ننني برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې پر ښونځیو او ماشومانو نننی برید غندي او دوی په دې پېښه کې ښکېل نه دي.

تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.




وروستي مطالب