کابل کې د بریتانیا سفارت خپلو سرتېرو ته امر کړی چې ولایتونو ته سفر ونه کړي

په کابل کې د بریتانیا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښایي طالبان د مې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د بهرنیانو پر وړاندې خپل بریدونه له سره پیل کړي.

یاد سفارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې د امنیتي ملحوظاتو له امله دې هر څومره ژر چې کېږي باید له افغانستان څخه ووځي.

خبرپاڼه کې له بریتانوي اتباعو غوښتنه شوې ده چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته دې له سفر څخه ډډه وکړي.

دا خبرداری وروسته تر هغه دی چې طالبانو د ولسمشر بایډن له لوري تر سپټمبر میاشتې پورې د سرتېرو د وتلو غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه نقض کړې او د بدو عواقبو پړه به یې هم د همدوی پر غاړه وي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه یو راپور حپور کړی دی.

راپور کې راغلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د وخت په تېرېدو دغه هېواد یو ځل بیا امریکا ته په ستر ګواښ بدل شي.

راپور کې د جنرال مک‌کنزي څرګندونې راخیستل شوې چې ویلي یې وو دا به متحده ایالاتو ته ډېره سخته وي چې د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي د القاعده په څېر ترهګر په دغه هېواد کې وڅاري.

ورځپاڼې زیاته کړې، بایډن د دفاع وزارت او نورو لوړپوړو پوځیانو دا نظر ونه مانه چې ورته ویلي یې و په لږ شمېر سرتېري باید افغانستان کې پرېږدي.

د ورځپاڼې په خبره، امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده چې پوځیانو ته یې هلته ځای ورکړي څو افغانستان د ترهګرو له پټنځای څخه وساتي.

د ورځپاڼې په باور ممکن تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان امریکایي پوځیانو ته ځای ورکړي څو له هغه ځایه افغانستان وڅاري.

وروستي مطالب