مارچ 4, 2021

کابل کي د ښځینوو ترمنځ د فوټبال لوبي پای ته ورسېدې

ليکنه: صابرحميدي
کابل کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال لوبي پای ته ورسېدې
دوې اونۍ مخکي د افغانستان فوټبال فدراسیون په فوټبال لوبغالي کي د ښځینه وو ترمنځ د هیواد خپلواکۍ بیرته اخیستو سلمي کلیزي په ویاړ د فوټبال لوبي پیل سوي وې، چي پرون پنجشنبه د شریفي سپورټ لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۴ لوبډلو ګډون کړی وو، چي په پایلوبه کي شریفي سپورټ او توانا ټیمونه سره ولوبېدل.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي په یاده پایلوبه کي شریفي سپورټ ۳ ګولونه پر ۰ توانا ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو لومړی مقام ئې خپل کړ.
د دې سیالیو درېیم مقام استقلال او څلورم مقام بیا کابل کلپ خپل کړ.
منېژه نوري د توانا ټیم څخه د ټورنمنټ غوره لوبغاړې او منېژه سعادت بیا د شریفي سپورټ څخه د ۸ ګولونو په لګولو سره د سیالیو ګولوهونکې وټاکل سوه.
د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال د دې لوبو د پای په مراسمو کي د بدني روزني رئیس حفیظ الله ولي رحیمي، د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست رئیس یوسف کارګر او یو شمېر نورو ورزشي مسئولینو برخه اخیسته وه.
د یادو مسئولینو له لوري مقام لرونکو لوبډلو او فوره لوبغاړو ته جایزې ورکړې.