ليکنه: صابرحميدي
پرون یکشنبه په کابل ولایت کي افغانستان ملي ټیم ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د وزن پورته کولو سیالۍ پيل سوې، چي په لسګونه لوبغاړو پکښي ګډون کړی.
د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د وزن پورته کولو په دې سیالیو کي کابل او د هیواد د یو شمېر نورو ولایتونو څخه ۱۲۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی.
پر یاده فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي یادو ۱۲۰ تنه لوبغاړي به په ۱۰ بیلابیلو وزنونو کي د لویانو او ځوانانو په برخه کي یو د بل په وړاندي سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون وايي، چي د یادو سیالیو په پای کښي به د افغانستان وزن پورته کولو ملي ټیم ته ۶۰ لوبغاړي غوره سي.
یاد فدراسیون وايي، چي غوره سوي لوبغاړي به د لویانو او ځوانانو دواړو برخو کي وي.
یادي لوبي درې ورځنۍ دي او سبا سې شنبه ناوخته پای ته رسیږي.
محمد علي کلې څنګه په یو افسانوي شخصیت بدل شو؟
Advertisements د شفیق امیرزی راټولونه له مسیر ورځپاڼې هره ورځ داسې ژوند وکړه لکه د ژوند وروستۍ ورځ دې چې وې، ځکه آخر به یوه ورځ له دې نړۍ ځې، خو هیلې دې د تل پاتې ... نور ولولئ