کابل ته د بلېنکن ناڅاپي سفر؛ له ولسمشر غني او عبدالله سره یې ولیدل

امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلی او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره يې لیدلي دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې لیدنه کې وویل، د امریکا د هغې پرېکړې درناوی کوي چې له مخې به یې د روان کال تر سېپتمبر میاشت پورې د هغه هېواد ځواکونه له افغانستانه ووځي.

ولسمشر غني ویلي، افغان دولت به د دغه پروسې په ترسره کېدو کې لازمه همکاري وکړي.

اعلامیې زیاته کړې چې ولسمشر غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې یادې کړې او وېې ویل چې اوس مهال دوی کولای شي له افغانستانه په ښه شکل دفاع وکړي.

اعلامیه زیاتوي، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل په دې مانا نه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پای ته رسیږي، بلکې نوموړي ویلي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي چې متحده ایالات به په بشر دوستانه، ډیپلوماتیکه او دغه شان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې د لیدنې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د انتقال پروسې او د دغه نوي فصل په اړه لیدنو کتنو او اړیکو ته دوام ورکړي.

هاخوا د ملي مصالحې د عالي شورا د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، دوی پرېکړه کړې ده چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو ټینګار یې کړی دی چې دا په دې مانا نه ده چې د ځواکونو له وتلو سره به د دواړو هېوادونو اړیکې هم ختمېږي.

نوموړي زیاته کړې، د سرتېرو تر وتلو وروسته به د اړیکو نوی باب پرانیستل کېږي او په بېلو برخو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوام پیدا کوي.

انټوني بلینکن دا څرګندونې په کابل کې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې کړې دي.

د ویلو ده چې کابل ته د نوموړي د سفر موخه پر افغان سوله او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې بللې شوې دي.

بلېنکن داسې مهال کابل ته راځي چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بايډن له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د اېستلو پرېکړه اعلان کړه.

بايډن وايي:« د القاعدې مشر لس کاله وړاندې ووژل شو او وخت د دې راغلی چې خپل سرتېري بېرته امریکا ته راستانه شي.»

هغه وویل چې د امريکايي ځواکونو وتل د مې مياشتې په لومړۍ نېټې پيليږي او د سپټمبر ۱۱مې نېټې پورې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

په ورته وخت کې طالبانو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا د نورو تېروتنو ترڅنګ د ځواکونو د ایستلو مسئله هم په میاشتو ځنډنۍ کړې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې امریکا په دې سرغړونو سره نړۍ ته وښوده چې دوی د باور وړ نه دي.

طالبانو دغه راز ټینګار کړی دی چې امریکا شوې هوکړه تر لس ځلې ډېره نقض کړې ده، دا چاره طالب جنګیالیو ته د هر ډول اقدام لار پرانېزي او د بدو عواقبو پړه به یې هم د امریکایي لوري پر غاړه وي.