ښځې د فرهنګ په دودولو کې کې څه کولای شي؟

فرهنګ یا په لاتیني اصطلاح کلتور د انساني ټولنې د ورځني ژوند د ټولو کړو وړو، عقایدو، افکارو او راکړې ورکړې مجموعه ده چې موږ ته هویت راکوي.

یعنې دا فرهنګ دی چې موږ پرې یو بل پېژنو.

فرهنګ لکه دوه اړخیزه توره د انسان په لاس جوړېږي یا تولیدېږي او بیا بېرته انسان جوړوي.

په بل ساده عبارت انسان د فرهنګ هم خالق دی او هم مخلوق.
مثلاً د «کلتور» یا کلچر د لاتیني اصطلاح لغوي معنا کرنه یا د فعل په حالت کې کرل دي.
مفهوم یې هم د ځاييتوب او یا د هغې مشخصې ځمکې اړوند ارزښتونه دي چې دی په کې کرل کېږي او نمو کوي.
خلاصه هر هغه څه چې موږ پرې پېژندل کېږو او له نورو سره توپیر لرو، هغه فرهنګ دی.
د فرهنګ تاریخ د بشري ټولنې د تاریخ هومره لرغونی دی.
د دې تعریف د آسانتیا لپاره پوهانو په دوه برخو ویشلی دی:

۱ – مادي فرهنګ:
هر هغه څه چې خارجي وجود ولري او د بشري تاریخ له لومړیو تر ننه پورې یې انسان کاروي، هغه مادي فرهنګ دی.
لکه کورونه، جامې او د ورځني ژوند هغه ټول مرستندوی وسایل چې د ټېکنالوژۍ پر مټ یې موږ تر ننه کاروو.
په بل عبارت د معمارۍ او ټېکنالوژۍ ټول ابزار د مادي فرهنګ برخه ده چې موږ ورته سمبولونه هم وایو.

۲ – معنوي فرهنګ:
افکار، عقاید، رسوم او رواجونه، دودونه، رواني حالت، توقعات، وېرې او امېدونه او هغه څه چې د تاریخ په اوږدو کې د انسان د فکري تولید زېږنده دي، د معنوي فرهنګ برخې دي.
مثلاً د هنر او ادبیاتو په ګډون د ټولنیزو علومو نږدې ټولې رشتې د معنوي فرهنګ برخې دي چې د انسان په لاس تولید شوې دي.
هغه ځانګړتیاوې چې یو ملت، یا یوې ټولنې ته هویت وربښي، لکه: ژبه، ادبیات، دیني باورونه د شریک ژوندانه لارې او انساني حقوق، نو د یادو مشخصاتو د ساتلو لپاره منظم کار او هڅو ته اړتیا لیدل کېږي، دا کار او هڅې په بېلابېلو ډولونو او لارو چارو سره تر سره کېدای شي، یوه له مهمو لارو څخه یې د مدني او کلتوري ټولنو رامنځته کول او یادو ټولنو ته پراختیا ورکول دي؛ تر څو د یوه هېواد په بېلابېلو سیمو او ځایونو کې کلتوري او فرهنګي ټولنې موجودې او په خپلو کړنو سره د کلتور د ساتنې او پرمختګ لپاره خدمت وکړي.
هر انساني کوښښ په هره برخه کې د ستایلو وړ دی او همدا انساني هڅې دي چې نن ورځ نړۍ او بشري ژوند د خپل بې ساري پرمختګ په لوړو پړاونو کې قدمونه اخلي او انساني ژوند ته ورځ تر بلې پرمختګ ورکوي.

د فرهنګ په وده او پرمختګ کې د ښځې خپل رول او ځای لري، د ژوند شرایط، سوله او جګړه، فقر او شتمني، پوه او ناپوهي او داسې نور… د یوه ملت او ټولنې په کلتور خپل مثبت او منفي اغېز لري.

ښځې کولی شي د خپلو ملتونو د فرهنګي او ملي ارزښتونو ساتنه وکړي، هغو د فرهنګ پیاوړتیا لپاره کار او هڅې کوي، ښځې د ټولنې نيمه برخه جوړوي او د ښځو غونډې دي چې د خپلو ناستو په ترڅ کې د یو ملت د ژبې، شعر او هنر د غوړېدا لپاره علمي ــ څېړنیز بحثونه کوي او د علمي بحثونو په پایله کې د خپل فرهنګ او کلتور لپاره ډېر څه په میراث پرېږدي، چې د کلتوري او ادبي ټولنو د منځ ته راتګ او جوړېدلو لړۍ زموږ په ګران هېواد افغانستان کې پخوانی پس منظر (شالید) لري، چې هم د ادیبانو او پوهانو د کوښښونو په پایله کې ادبي ټولنې تأسیس شوي او هم د دولتونو له لوري، دې برخې ته پام شوی دی.

شاعر او فرهنګپال ښاغلی محمود دلګير خپل نظر دښځو ونډه دفرهنګ په برخه کې راسره شريکوي او وايې.

د یوې ټولنې مثبت پرمختګ تر ډېره د هغې فرهنګ د وګړو له ژوند سره په مناسب تګ سره کیږي.

خو خبره دا ده چې وګړي د فرهنګ په جوړونه کې څومره فعال دي، ایا کولای شي خپل سخت عنعنات بدل کړي؟، پکار دا ده چې فرهنګونه د وخت او زمان سره تغیر واخلي، د تغیر په فعل کې د ټولنې ښځینه او نارینه دواړه حق لري او د ژوند ښه ترسره کولو لپاره واجب البشر ده.

ښځې کولای شي چې د یوه فرهنګ د سخت دریځو؛ دودونو خلاف په پیاوړي همت او د ټولنې د سمون په خاطر په عقلي او عاطفي دلایلو سره عمل وکړي، دا د ښځینوو حق دی او پر دوۍ واجب ګرځي چې د خپل فرهنګ د سمون لپاره لکه څومره چې نارینه هلې ځلې کوي دوی یې هم وکړي، بلکې دا په پوره باور سره ویلی شو چې له ښځینه قشر پرته نارینه نشي کولای چې د فرهنګ په جوړونه کې مثبتې پایلې ته ورسیږي.

نو ويلی شو چې ښځې د هر ډول کار ترڅنګ د فر هنګ په جوړولو کې پوره ونډه او وړتيا لري.