ښځې او د اوښکو فلسفه

ژباړه: نوید صهیب

یوه زوی له خپلې مور څخه وپوښتل: مورې ولې ژاړې؟ ځواب یې ورکړ: دا ځکه چې زه یوه ښځه یم.

زوی یې ویل مورې زه په دې نه پوهېږم!، مور یې ښکل کړ او ورته ویې ویل: زویه ته به هېڅکله په دې ونه پوهیږې.

زوی یې له پلار وپوښتل: پلاره! مور مې ولې هر وخت بې ځایه ژاړي!؟.

پلار یې وه ویل: د نړۍ ټولې ښځې همداسې بې ځایه او ډیرې ژاړي.

ماشوم ځوان شو خو په دې نه پوهېده چې ښځې ولې دومره ژاړي؟، بلآخره ځوان له یوه حکیم عالم وپوښتل چې ښځې ولې دومره ژاړي!؟.

حکیم وویل: کله چې الله تعالی ښځه پیدا کوله ډیرې مضبوطې او پیاوړې مټې یې ورکړې تر څو د دنیا دروند بار ورباندې یوسي. د آرام او راحت ورکولو لپاره یې روزونکې، نرمې  او مهربانه منګولې ورکړې، د اولاد زیږولو، پالنې او په لوی والي کې یې د هغوی د فراق او بې وفایي د زغملو داخلي ځواک  وروباښه. د کورنۍ د ستونزو د زغم، هغوی ته د پاملرنې او په ډیرو سختو حالاتو کې د ثابت پاتې کېدلو له ځواک څخه  یې  برخمنه کړه.

له خپلو اولادونو سره یې لېونۍ مینه ورته ډالۍ کړه، داسې چې که اولادونه یې د دردېدلو او ځورېدلو سبب هم شي، ددې په مینه کې کوم بدلون او کمښت نه راځي.

بلآخره اوښکې یې ورکړې ترڅو ددې دومره درنو بارونو او مسۉلیتونو د سپکولو لپاره یې له سترګو توی او دا منزل د ځان لپاره اسانه کړي. دا  یې یوازینۍ کمزورې نقطه ده، په دې وجه د نړۍ د هرې ښځې د اوښکو احترام وکړئ ولو که له کوم سبب پرته هم وي …

دې دنیا ته د راتلو په وخت یې درنه د نامه د غوټۍ رګ غوڅ کړ، ددې لپاره چې په جود کې دې د هغه عظیم او لوی احسان کوونکي انسان اثر او یادګار پاتې شي کوم چې ته له خپل وجود څخه تغذیه کولې…

یارب! إني أدعو بقدر ما نبض قلبي أن تجعل أمي إحدی نساء جنتك! اللهم آمین یارب