ښځې؛ مبارزه، نن او پرون!

اکثريت ښځې با سواده دي. د ژوند په سختو شرايطو کې يې زده‌کړې کړي دي، زحمت يې ويستلی او هر ډول ستونزې يې ګاللي دي.
له ډېرې مبارزې وروسته يې ځانته د خوښۍ زمينه برابره کړې وه، او په هره اداره کې يې دندې تر سره کولې. خپلې ستونزې يې د خپل استعداد او لياقت پر مټ حلولې، په خپلو لاسونو يې د ځان لپاره پيسې ګټې، خپلې ستونزې يې پرې حلولې.

چاته هم محتاجه نه وې. کورنیو هم په دا ډول لوڼو افتخار کاوه او پرته له کومې ستونزې يې دکار کولو اجازه ورکوله!
زياتره ښځو د خپلې خوښې او د اصولو مطابق ازاد ژوند درلود، چې خپل ژوند څخه خوشحاله او راضي وې.
په ښځو بايد ۲۰ کاله مخکينی تاريخ بيا تکرار نشي لکه: څرنګه يې چې مخکې ژوند درلود، د همدې ډول ژوند حق ور کړل شي.

د عقايدو د غلط تفسير بايد يو ځل بيا مېرمنې قرباني نشي. ښځې دې هم خپل ژوند لپاره د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو په خاطر چپ پاتې نشې، او خپلې هر ډول مبارزې ته دې دوام ورکړي.
هغه نجونې چې ښوونځيو کې زده‌کړې کوي، هغه نجونې چې په پوهنتونو کې زده‌کړې کوي همدارنګه کورسونو، مدارسو او په هره برخه کې زده‌کړې او د خپلې خوښې ژوند وکړي.

که چېرته د دوی د زده‌کړو، دفتري کارونو او هر ډول زادۍ مخه نيول کېده او له خپلو حقونو څخه بې برخې کېدلې؛ د علماوو، مدني فعالانو، او قومي مخورو په واسطه دې غونډې جوړې شي، په دې ډول نجونو د ژوند د خنډ مخه ونيول شي. ځکه دا ټولنه ښځینه ډاکټرې، ښځینه معلمې، ښځینه مدیرې، ښځینه ژورنالیستې، نرسې، لیکوالې او ښځینه عسکرې ته اړتیا لري. د دوي د تعلیم مخنیوی به افغانستان په نړۍواله سطحه له سیالۍ وباسي. ټول وطن کې به د تعلیم شته شرحه پنځوس سلنه راټیټه شي.
ديو سرلوړي اباد ودان افغانستان په هيله

وروستي مطالب