ښځینه‌وو په نړیوال جام کې د انګلستان لوبډله د جدول سر ته ولاړه

د ښځينه‌وو نړیوال شل اوریز کرکټ جام چې د فبروري په ۲۱ مه د لس لوبډلو په ګډون پیل شوی، لس لوبډلې پکې په دوو ګروپونو الف او بې وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې د هندوستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، سریلانکا او بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې کرکټ لوبډلې شاملې دي.
د هندوستان کرکټ لوبډله په الف کې ګروپ کې د ۸ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې ده، د اسټرالیا کرکټ لوبډله د ۴ نومرو په لرلو سره دویم، د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله د نومرو په جدول کې درېیم، د سریلانکا کرکټ لوبډله د نومرو په جدول کې څلورم او د بنګله دېش کرکټ لوبډله د نومرو په جدول کې وروستی ځای لري.
بي ګروپ او لوبډلې یې
بي ګروپ کې د انګلستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، پاکستان او تایلېنډ لوبډلې ګډونوالې دي.
د انګلستان لوبډله د شپږ نومرو په لرلو سره لومړۍ ده، د سویلي افریقا کرکټ لوبډله د ۶ نومرو په لرلو سره دویم ده، د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله د ۲ نومرو په لرلو سره درېیم مقام کې ده، د پاکستان کرکټ لوبډله د نومرو په لرلو سره څلورم ده او د تایلېنډ کرکټ لوبډله د صفر نومرو په لرلو سره پینځم مقام کې ده.
د یکشنبې تر ماسپښین مهال پورې د سویلي افریقا کرکټ لوبډله د نومرو په جدول کې لومړۍ وه، خو د یکشنبې پر ورځ د مارچ میاشت په لومړۍ نېټه د انګلستان ښځینه کرکټ لوبډلې د ویسټ انډیز ښځینه کرکټ لوبډلې ته په ۴۶ منډو وماته ورکړه او د نومرو جدول په بي ګروپ کې یې د سویلي افریقا کرکټ لوبډله وروسته کړه.
د ښځینه‌وو نړیوال شل اوریزکرکټ جام د مارچ میاشت په ۸ مه ۶ ورځې وروسته پای ته رسېږي.
ښځینه نړیوال شل اوریز جامونه څلور ځلې اسټرالیا ګټلی، یو ویسټ انډیز ګټلی او یو ځل سویلي افریقا ګټلي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي