ښځينه بېګ باش لیګ مهم پړاو ته رسېدلی!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: سمیع الله درانی
د اسټرالیا کرکټ بورډ په کرکټ کې یو نوښت دا کړی، چې دا هېواد د نارینه سوداګریز کرکټ لیګ ترڅنګ ښځینه، ګرم سوداګریز کرکټ لیګ هم لري.
د ښځینه وو سوداګریز لیګ کابو دوه میاشتې وړاندې له نارینه وو لیګ څخه مخکې پېلېږي.
دا لیګ هم لکه د نارینه وو کرکټ د لیګ په څېر د اته لوبډلو په شتون کې پېلېږي.
اډیلایډ سټرایکرز، مېلبورن رېنېګېډز، مېلبورن سټارز، سېډني تندر، سېډني سېکسرز، برېسبېن هیټ او هوبرټ هرېکېنز لوبډلې په دې لیګ کې هم د نارینه وو او هم ښځینه وو لپاره د لوبډلو نومونه دي.
د ښځینه وو بېګ باش لیګ د ۲۰۱۹ م کال د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د جمعې په ورځ پیل شوی دی.
د ډېسمبر په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ به مېلبورن رېنېګېډز، د سېډني تندر لوبډلې سره ، سېډني سېکسرز لوبډله له اډیلایډ سټرایکرز سره، مېلبورن سټارز لوبډله له برېسبېن هیټ سره او پېرت سکارچرز لوبډله د هوبرټ هرېکېنز لوبډلې پر وړاندې لوبې کوي.
له دې وروسته بیا د دې لوبو په اوږدو کې پنځه ورځې دمه ده او د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د شنبې په ورځ به لومړۍ او دویمه نیمه پایلوبې ترسره شي او د دواړو نیمه پایلوبو ګټونکې لوبډلې به د ډېسمبرپه ۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ پایلوبه ترسره کړي او ګټونکې لوبډله به د اتلولۍ جام هسک کړي.
د ښځينه بېګ باش لیګ د تاسیس کال
ښځينه بېګ باش لیګ په ۲۰۱۵ م کال کې تاسیس شو، چې سږ کال پورې به یې پنځم پړاو روان وي، ۲۰۱۵ م کال کې د دې لیګ اتلولي سېډني تندر لوبډلې وګټله، دوهم پړاو یې بیا سېډني سېکسرز لوبډلې وګاټه، دریم پړاو یې هم سېډني سېکسرز لوبډلې په ۲۰۱۷ م کال کې وګاټه، څلورم پړاو یې په ۲۰۱۷ او ۱۸ م کلونوکې برېسبېن هیټ لوبډلې وګاټه او پنځم پړاو کې ګورو چې برېسبېن لوبډله له خپلې اتلولۍ دفاع کولای شي او کنه؟

د ۲۰۱۹ م کا د ښځينه بېګ باش لیګ د نومرو جدول
اډیلایډ سټرایکرز لوبډله شل نومرې لري، لومړي مقام کې ده، برېسبېن هیټ لوبډلې ۱۸ نومرې ګټلي دویم ځای یې خپل کړی، پېرت سکارچرز لوبډله ۱۶ نومرې ترلاسه کړي، دریم ځای یې نیولی، مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې ۱۴ نومرې خپلې کړي، څلورم موقیعت یې نیولی، پنځم مقام د سېډني سېکسرز لوبډلې، شپږم مقام د سېډني تندر لوبډلې، اووم ځای د هوبرټ هرېکېنز لوبډلې او اتم مقام بیا د مېلبورن سټارز لوبډلې سره دی.
یاده دې وي، چې د نارینه وو بېګ باش لیګ لپاره د روانې میاشتې په ۱۷ مه نېټه په اسټرالیا کې بولي کېږي او د کرېک بز وېب پاڼې د راپور په حواله په همدې نېټه به یې لوبې هم پیل شي، چې لومړۍ لوبه به د برېسبېن هیټ او سېډني تندر لوبډلو ترمنځ په برېسبېن ښارکې ترسره شي.
دا لوبې به د افغانستان پر وخت غرمه ۱۲ بجې او ۴۰ دقیقې پیلېږي او تر ماښام ناوخته به دوام کوي.
د نارینه وو بېګ باش لیګ کې سږ کال محمدنبي، راشدخان، مجیب الرحمن، قېس احمد او ظاهرخان اخېستل شوي دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.