ښځه د بشري تاریخ وحشت ځپلې او دردونکې پاڼه ده

د هرې ټولنې سمه نيمه برخه ښځینه پوړ جوړوي او د انساني ژوند یو لوی اړخ دوی دي مګر له دوی څخه د نورو حقونو په څېر د تعلیم کولو حق هم اخيستل شوی، زموږ په ټولنه کې خو دا ډول کړنې ډېر مثالونه لري.
له تعلیم څخه را پدېخوا هره ښځه د ژوند د ملګري د انتخاب حق لري، خو ډېری نجونو څخه دا خق اخيستل شوی او د کورنۍ په خوښه واده کولو ته مجبورېږي.
چا ته چې د ژوند ملګری بل څوک ټاکي هغه به څنګه په خپل ژوند کې پرمختګ کوي، څن/ه به د خپل  ژوند چارې مخته وړي! هغه به تعلیم ته څنګه پرېښودل شي! او کومې هیلې چې لري هغه ته رسېدل خو د خوب لیدل دي.
ښځه چې زموږ په ټولنه کې یو بېوزله او مظلوم قشر دی. د خپل وجدان او کورنۍ د عزت د ساتلو په موخه له ډېر څه تېرېږي او دا جرئت نشي کولای چې له خپلو حقوقو دفاع وکړي خو له دې موقع څخه د دوی مور پلار (کورنۍ) هم ناوړه ګټه اخلي او د دوی په ورکړل شویو حقونو سترګې پټوي، چې دا ډول  کړنې بدې پايلې ځان سره لري، او په خپل لاس د خپلو لوڼو ژوند خرابوي.
مخکې د ښځو ژوند تر دې هم له ستونزو ډک او خراب وو او د خپلو حقوقو د غوښتو په پار یې هېڅ غبرګون نه ښود. خو اوس وخت بدل شوی، يو څه تغيیر راغلی، ښايي لامل يې د خلکو باسواده کېدل او ښځو ته وخت ورکول وي چی  څه ناڅه یې دا جرئت پیدا کړی ترڅو خپل حق وغوښتلی شي، لوستي او پوه کسان د نجونو حق غوښتلو لپاره غوږ ږدي او څه ناڅه اقدام کوي. خو نالوستي/ ناپوه يې نه تنها حقوق ورکوي بلکې له وهل او ټکولو څخه کار اخلي او نجونې په بې حيايي تورنوي.
ښځې په هره برخه کې د ګډون حق لري، د مشورې ورکولو او دلارښوونې مسوليت لري، تر دې چې د خليفه په انتخاب کې د ښځو شرکت ثابت دی.
د امام ابن حزم رحمه الله په اند خو ښځه قاضي هم جوړېدای شي او د حنفي مذهب مطابق د قصاص او حدودو له باب پرته په نورو شعبو کې ښځه قاضۍ جوړېدای شي.
دا چې ښځه د ټولني نيمه برخه ده، او دا هم منلې خبره ده چي ښځه د انساني ټولني بنسټ باله شي، دا په دې چي ښځه هم مور ده، هم مېرمن ده، هم خور ده، هم لور ده او په ټوله کي د توکمونو (نسلونو) روزونکې او پالونکې ده. دا هغه لومړنۍ مدرسه ده چي د انسان شخصيت پکې وده کوي او جوړښت مومي. نو کومه ټولنه چي خپل کوچنيان د نالوستې ښځې په غېږ کي پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چي له خپلو غړو دي د سم او ګتور خدمت او هلو ځلو تمه ولري.
که غواړئ، چې يوه ښه ټولنه ولرو، راتلونکی مو روښانه وي په خپلو خويندو لوڼو تعليم وکړئ. او د علم په ګاڼه يې سمبالې کړئ.  هېڅکله يې له خپل شته حق څخه مه بې برخې کوئ.

وروستي مطالب