ښځه او نړۍ یې؛ تېر او نن

د بشر د تاریخ په هر پړاو کې ښځو خپل ډېر مهم رول لوبولی، ډېر هغه څه یې زغملي چې یو نارینه یې د زغم تصور هم نشي کوی.

موږ که نړۍ او د نړۍ تاریخ په ځیر وګورو نو له اوله سره تر دې دمه تقریباً په هره سیم او هر پړاؤ کې نرواکي قایمه ده، له مذهبه واخله بیا تر دولتي سیستمه همداسې تر کور او کلي په هر وخت او هر حال کې نرواکي ترسره شوې او د دې نرواکۍ قرباني ښځه وه او ده.

په پخواني مصر کې د سریانیو ښځو له خرڅلاوه راواخله آن زموږ تر ولوره د دې څو زره کاله په جریان کې ښځه پلورل شوې، بولۍ پرې وهل شوي او د ځینې سیمو رواجونو خو دومره بد سلوک ورسره کړی چې تصور یې د انسان غونی ځیګ کړي.

مثلاً په پخواني هند کې د(ستي) دود، کله به چې د کومې ښځې خاوند ومړ نو د رواج مطابق دا ښځه به ژوندۍ د خپل خاوند له مړي سره سوځول کېده.

یا که د عربو سحرایي قبایلو ته ځیر شو، د هغوئ رواج ؤ چې کله به د کومې ښځې خاوند ومړ نو دا کونډه ښځه به په یوه بنده کوټه کې تر څلوېښت ورځو بندي ساتل کېده او پدې جریان کې به په شپه او ورځ کې یو ګیلاس اوبه او د لاس د پنجې په اندازه وچه ډوډۍ ورکول کېده.

پدې جریان کې به اکثره مېرمنې د غذایي کمبود له وجهې مړې شوې خو که کومه یوه به ژوندۍ پاتې شوه بیا به د ټولو پېغورونه ور په غاړه ول، چې خاوند یې مړ دی او دا لا ژوندۍ ګرځي.

په همدې عربو کې د لور زېږول عیب و او پلاران مجبور ول چې خپلې لوڼې ژوندۍ ترخاورو لاندې کړي…

همدې عربو خپلې مېرمنې له یو بل سره د اوونۍ یا میاشتې لپاره بدلولې او که همداسې زموږ ټولنې ته راشو نو ډېر به مو لیدلي وي چې یوه ښځه د لور په زېږولو ګواښل شوې، وهل شوې، طلاق شوې حتا وژل شوې او د بنې راوستل خو بېخي عادي خبره ده.

زموږ په ټولنه کې د یوې ښځې ژوند نن هم له ډېرو ننګونو ډک دی، دلته لاهم یوه ښځه یا د کور ده او یا د ګور…

دلته پلاران خپلو لېونیو زامنو ته ځکه ودونه کوي چې سم شي او دا سموالی دوی له هغو نجونو غواړي چې د څلورو دېوالونو تر منځ سترې شوې وي او د ټولنې او ژوند په اړه هیڅ اګاهي نه لري.

دلته لاهم نجونو ته د زده کړو حق نه ورکول کېږي ، له بده مرغه د یوه نر نیمایي حسابېږي او پټه خوله یې اقرار دی.