ښځه او د پښتنو کورنی نظام

پښتنه ټولنه کې یو دروند بوج د نجلۍ ودول دي، او دا خو یې بېخي پېچلې مسئله ده، چې یوه جینۍ څنګه کور او څرنګه خاوند ته ودېږي.
هسې خو په پښتنو کې کې یو متل دی چې وایي،(ښځه یا د کورده، یا د ګور)
خو څنګه کور؟
دا ډېره پراخ مفهومه پوښتنه ده، ځکه په اکثره پښتنو کورنیو کې د ښځو هغه حقوق چې د اسلام مبارک دين ورکړي سلب شوي دي، خدای مه کړه که د دوو پښتنو کورنیو تر منځ شخړه کې له یو لوري څوک مړ شي؛ نو مقابل لوری د روغې کولو په صورت کې مجبور دی، چې یوه یا دوه هغه نجونې چې په یاده شخړه کې یې د یو وېښته هومره ملامتي هم نه وي په سوره یا بدو کې ورکول کېږي، چې هلته بیا ټول عمر له پېغورونو او ناندریو سره تېروي.
دا چې په جنګ کې عموماً ځوانان مري نو له دې امله اکثره په بدو ورکول شوې نجونې سپینږیرو ته ناستې وي، او دومره بد چلند ورسره کېږي چې تصور یې نشي کېدلی.

تاسو به د خواښې نوم اورېدلی وي، هو حتمن، دا هغه نوم دی چې په اورېدو یې د اکثره نجونو خولو کې لاړې وچې شي.
خواښې په یوه پښتنه کورنۍ کې د مشرۍ صلاحیت لري او دا حق لري، چې د هغو ټولو ظلمونو غچ له خپلې ښې یا بدې نګور څخه واخلي کوم چې له دې سره خواښې کړي وي.

ډېر کله ځینو کورنیو کې خواښې خپله نګور د جګ ولور اخیستو له وجهې هم ربړوي، کۀ نارینه اولاد یې نه وي او یا یې بېخي اولاد نه وي نو ټول ورځ پېغورونه او سپکې سپورې ورته وایي؛ حتا کله یې پخلی خرابه شو یا ډوډۍ وځنډېده پدې هم وهل او رټل د نګور په برخه دي.
نو داسې یو کور چې یوه نجلۍ دومره په سختۍ ژوند پکې تېروي، تاسو یې ژوند تصور کړئ.

د همدې ډول کور او کورني ژوند په اړه په لنډۍ کې وایي چې:

پردي کورونه دوزخونه
نادانې نجونه پکې عُمر تېروینه

نجونې به څه وکړي؟ هیڅ نشي کولای ځکه د پښتنو په وینا، چې دوی خو یا د کور دي او یا د ګور
یوازې خپل زړه په لنډیو کې تش کړي او…
لکه
خواښې مې ښه ده، بده نه ده
د تناره په سر ډوډۍ راته شمېرینه
یا
د کوټې تير راباندې پروت وای
را باندې نه وای د بوډا سړي لاسونه
یا
چې د زړګي رضا یې نه وي
کورونه یې ړنګ شه چې په زور یې وادوینه
یا
چې خویندې کښېني وروڼه ستایي
چې وروڼه کښېني خویندې بل ته ورکوینه

دا او دې ته ورته ډېرې بېلګې لرو چې پښتنو مېرمنو او نجونو خپل د زړه غږ پکې پورته کړی او داسې ټپو کې غږ پورته کول یې د ډېر جرأت نمونه ده.