ښځه او خاوند چې دندې لري، څنګه د کور چارې ووېشي؟

دا ښه خبره ده چې ښځه او خاوند دواړه دنده ولري، ځکه په مډرنه نړۍ کې د ژوند چارې همداسې شوي دي. که چېرې یوازې نارینه دنده ولري او تل بهر بوخت وي تر څنګ یې ښځه هم دنده ولري نو له دوی سره به د دوی د اقتصادي وضعیت په پرمختګ کې مرسته وکړي. فرض کړئ چې د افغانستان نیم وګړي ښځې دي، دوی یو هم دنده نه لري نو نیم وګړي تیار/ چمتو شويو خواره عادت کېږي او همداسې ژوند کوي، که هر انسان خپله کار وکړي او پیسې وګټي نو دا هغوی ته خوشالي او نېکمرغي ورکوي او یاد کسان له اروایي اړخه هم ځان ښه او روغ احساسوي.

په مډرنه نړۍ کې دنده نشته، موږ ټول کار کوو، اړینه نه ده چې جارو کوو که پخلی کوو که (ناسا) کې کار کوو که نظام کې. دا هېڅ مهمه نه ده چې څه کوو، ځکه دواړه کار کوو، دواړه باید مخته لاړ شو دې کې پخلی، د کور جارو، د بانک مدیریت او همداسې نور ټول شیان راځي.

ګډ ژوند دی باید ګډ یې مخته یوسو، مډرنه ژوند همدې ته وایي.

زموږ ډېری افغانان امریکا، کاناډا او داسې نورو هېوادونو کې ژوند کوي خو فکر یې اوس هم لکه د کلي په څېر دی، ته به وایې کلي کې ژوند کوي.

هغه کسان چې په یادو هېوادونو کې ژوند کوي، باید ومني چې هر ځای خپلې موخې، رسوم او اخلاق لري چې موږ یې باید مراعت او وساتو. موخه مو دا نه ده چې د هغوی په څېر جامې واغوندو یا دهغوی په څېر عقیده ولرو موږ تر خپلو ارزښتونو لاندې ژوند کوو، خو د هغوی خاص کوډونه شته چې له هغو کوډونو سره باید ځان اعیار کړو.

هغه کسان چې د کور په دنده کې ستونزه لري کولای شي دواړه لوري لاس سره یو کړي او یو بل سره مرسته وکړي، خپل کور یو ګډ ماموریت وګڼي، څوک په څه کې ښه دی همغه کار ورته وسپارئ، یو ډول جوړجاړی وکړئ دا کار تاسو سره مرسته کوي ترڅو ژوند او اروایي روغتیا ورغوئ. که په دې ډول موږ مخته لاړ شئ، کورنۍ ژوند ښه او خوږ وي.

د هېچا ژوند هېڅوک نشي جوړولای پرته له دې چې د هماغه کور غړي، مېرمن او خاوند راشي، کېني او فکر وکړي، چې موږ څنګه او په کومو اصولو او قواعدو خپل ژوند جوړ کړو.

که مېرمنه او خاوند کېني خبرې وکړي او په یوه جوړجاړي باندې هوکړه وکړي دا به له هره اړخه ښه وي، ځکه هره ورځ جنګ، دعوا، مخالفت، ناسم پوهاوی او قرباني په کور کې د بېلابېلو ستونزو لامل ګرځي.


که د ګډ ژوند ملګري راپاڅېږي یوه ورځ سره کیني او یو بل ته ووایي چې دا کارونه زه کوم او دا کارونه تاسو په لاس کې واخلئ، او په دې ډول ګډ ژوند مخته یوسي، که احیانا یو له دوی څخه له خپلو چارو راضي نه وي کولای شي کارونه یو بل سره بدل کړي. په دې ډول جوړجاړی رامنځته کیږي، او په مډرنه تکلاره باندې خوږ ژوند جوړیږي.

درس: استاد عظيمي

ليکنه: صديقه پوپلزۍ

 

 




وروستي مطالب