هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
خواړه روغه سټه

هغه خواړه چې د شپې ښه خوب سره مرسته کوي

زه چې هره لیکنه کوم، لومړی یې په اړه خپله پوره څیړنه کوم، او بیا د افغانانو د ژوند شرایط هم په پام کې نیسم څو داسې روغتیايي سپارښتنې رامخې ته کړو چې لږ تر لږه افغان لوستونکو ته که په هېواد کې دي او که په بهر کې د عملي کیدو وړ وي.

څه موده مخکې مو  د هغو خوړو په اړه چې تر خوب مخکې خوړل یې خوب تښتوي یوه لیکنه خپره کړې وه ، که څه هم دا یوازې اوه توکي وو چې لیکنه کې یاد شوي وو، خو ګڼو دوستانو پوښتلي و چې نو څه شی وخورو؟

دا دی نن درته د هغو شیانو لیست مخې ته ږدم چې روغتیا پالان یې د شپې له خوا د خوراک سپارښتنه کوي او وايي چې د ښه خوب لپاره ګټور دي.

ماهي کب

که د شپې له خوا په کمه اندازه کب وخوړل شي په ښه خوب کې درسره مرسته کوي. ځکه کب ویټامین B6 لري. دا ویټامین په وجود کې د میلاتونین په نوم هورمون چې د خوب هورمون یې بولي د ترشح لپاره اړین دی. دا هورمون په وجود کې عموما د تیارې په خپریدو خپله تولیدیږي او انسان ته خوب ورولي.

سپینې وریژې

د امریکا د کلینکي غذا په ژورنال کې یوه خپره شوې څیړنه وايي، هغه کسان چې د شپې له خوا له سبو سره سپینې وریژې خورې، تر نور زر پرې خوب راځي او ښه ویده کیدلی شي.

د الوبالو جوس

یوه وړه څیړنه ښيي چې د الوبالو جوس چې په زیاته اندازه میلاتونین ( د خوب هورمون ) لري په ښه خوب کولو کې مرسته کوي. هغه لویان چې د بې خوبۍ ستونزه لري که د ورځې پرلپسې دوه ګیلاسه د الوبالو جوس وڅښي په ځانګړې توګه د ماښام له خوا نو د بې خوبۍ ستونزه یې تر ډیره کمیږي.

مستې اوشیدې

که څه هم غوړ لبنیات لکه پنیر او کوچ د شپې له خوا معده او خوب دواړه ناارامه کوي خو مستې او شیدې له تاسو سره د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي. دا دواړه وجود ته په زیاته پیمانه کلسیم ورکوي او څیړنې ښيي هغوی چې د وجود کلسیم یې کم وي ښه خوب نه شي کولی.

غلې دانې

د وربشو، جوارو غنمو او نورو غله جاتو څخه جوړ شوي خواړه لکه وچه ډوډۍ او نور پراخ مګنیزم لري او که تاسو لږ مګنیزم لرونکې خواړه خورئ نو ویده کیدل مو ستونزمن دي. نو له غلې چمتو شوي خواړه مو خوب ښه کولی شي.

کاهو او نور شنه پاڼي

لبنیات د کلسیمو له پلوه مشهور دی. خو د کاهو ، شنې دڼیا او نورو شنه پاڼو سبو چې د سلاد په توګه خوړل کیږي کلسیم هم له لبنیاتو کم نه دي. د شپې له خوا کاهو او کاهو ته ورته نورې شنې پاڼې ترکارۍ خوړل ستاسو د وجود کلسیم زیاتوي او که کلسیم مو کم وي ښه خوب نه شئ کولی.

کیلې

کیله د ډیرو پوتاشیمو د لرلو له کبله شهرت لري. همدارنګه کیله د ویټامین (B6 ) غوره سرچینه هم ده . دا ویټامین د میلاتونین( melatonin) چې یو خوب راوړونکی هورمون دی د ترشح لپاره اړین دي. په دې اړه د نیویارک د ساینس اکاډمۍ په یو کلني راپور کې سپارښتنه کړې.

نخود

له نخودو موخه دال نخود او شورنخود دواړه دي. نخود هم که دشپې له خوا وخوړل شي د ښه خوب سره مرسته کوي. دا هم په وجود کې ویټامین ( B6) زیاتوي چې په وجود کې د میلاتونین (melatonin) د ترشح لپاره چې یو خوب راوړونکی هورمون دی ضرور دی.

چارمغز ( غوذان)

چارمغز داسې مواد لري چې ستاسو په وجود کې خوب راوړونکي هورومونونه زیاتولی شي همدارنګه هغه هورمونونه چې د ورځې او شپې په وړاندې د وجود عکس العمل او داخلي ساعت تنظیموي د چارمغزو له خوړو سره پیاوړي کیږي. همدارنګه په تیکزاس کې څیړونکو موندلې چې غوذان خپله هم یوه اندازه میلاتونین چې خوب راوړونکی هورمون دی لري . نو د شپې له خوا له نري شین چای سره چارمغز وخورئ او ارام خوب وکړئ.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */