Advertisements
ټولنیز ژوند روغه سټه

څیړنه: ژړا د غمونو، دردونو او د زړه پاکوالي لپاره ګټوره او وړیا درملنه

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی

دا طبعي خبره ده، هر کله چې انسان په ژوند کې د مختلفو حالاتو غم، خفګان ناکامیو او احساساتي حالت سره مخ کیږي او له سترګو یې اوښکې بهیږي.

په همدې اړه د امریکا د مینیسوټا پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلې، ژړا کول د انسان غمونه او دردونه ختموي او زړه یې پاکوي.

څیړونکو چې یو شمېر کسان د څيړنې لاندې نیولي ول، په پایله کې وموندله چې نږدې نوي سلنه کسانو غمونه او دردونه د ژړا په وسیله له منځه وړل شوي.

دوی په دې باور دي چې د ژړا پر مهال د انسان ساه اخیستنه چټکه کیږي چې همدغه چاره د انسان د زړه د سکون او د زړه بدوالي د له منځه وړلو سبب کیږي؛ خو زیاتوي هغوی چې د ژړا پر مهال د اوښکو بندولو او نه تویېولو هڅه کوي، په ناعلاجه مرضونو د اخته کیدو شونتیا یې شته.

دوی زیاتوي ژړا کول د انسان په بدن کې زهري مواد له منځه وړي، د سترګو نظر زیاتوي او د سترګو د بې اختیاره رپیدو مخه نیسي او همدارنګه د سترګو مکروبونه له منځه وړي او د فشار په کمولو کې ډیره مرسته کولی شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران