ژوند يو رنګ نه دی

ژوند يو رنګ نه دی.
بېلابېل رنګونه لري.
د خوښيو، غمونو، دردونو، خوږو- ترخو، لوړو، ژورو، ښو، بدو، خندا او ژړا د دې ټولو ټولګه ده.
موږ مجبوره يو، چي د دې هر څه خوند به ګورو.
د سهار په تمه به شپه تېروو.
د سپرلي لپاره به خزان زغمو.
د ګټي په خاطر به تاوان ته غاړه ورکوو.
د کاميابۍ لپاره به ناکامي منو.
د وصال لپاره به هجران ګالو او د خندا لپاره به ژاړو.
نه ټول عمر  غم وي، نه ټول عمر خوښي.
نه همېشه سپرلی وي، نه همېشه خزان.
څوک چي همېشه خوښي او کاميابي غواړي، هغه د کاميابۍ او  خوښۍ په خوند نه پوهېږي.
څوک چي وايي: همېشه دي سپرلی وي؛ له طبيعته خوند نشي اخيستای، همدغه خزان دی، چي د سپرلي قدر راښيي او ناکامي ده، چي د کاميابۍ په خوند مو پوهوي.
درد، غم، ستونزه، کړاو په دې معنا نه، چي موږ پکي ورک شو؛ بلکي د دې لپاره چي ځان پکي ثابت وساتو.
خام پاته نشو، ځان پکي پوخ کړو.
شپه که توره او تياره ده، خو ستوري او سپوږمۍ ښه پکي ځلېږي.
ـــــــــــــــــــــ
ــــ پر اور مزل
ـــ زهير سپېڅلی