رسنۍ

ژوند لیک ؛ د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی سیدشېرزاد وپېژنئ.

لیکنه : عبدالله عادل

بشپړ نوم یې سیداحمد شېرزاد دی د ۱۹۹۴ کال د اکټوبر پر لومړۍ نېټه یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي شېرزاد کیڼ لاسی نیمه چټک توپ اچونکی دی .

کورنی کرکټ :

شېرزاد د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام ته د لارموندنې په لوبو کي چي په ایرلینډ کي ترسره کیدې د افغان ځوانانو د لوبډلې برخه وو. هغه شل اوریز کرکټ ته د افغان چیتاس لوبډلې لپاره د فیصل اباد بانک په شل اوریزه کپ کې د راولپنډي رامس پر خلاف راستون سو او په همدغه سېالۍ کي یې دوې ویکټې ترلاسه کړې.

سید احمد خپل لیست اې کرکټ د ۲۰۱۸ کال غازي امان الله یو ورځنیو سېالیو پر مهال د بوست زون په ګټه پیل کړ او په همدغه سېالیو کي د بوست لپاره مخکښ ویکټ اخیستونکی وو چي په شپږ لوبو کي یې ۱۲ ویکټې ترلاسه کړې.

تجارتي کرکټ

د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې هغه د لومړي پړاو افغانستان پریمیر لیګ (APL) لپاره د کندهار په لوبدله کي غوره سو او دلته هم د خپلي لوبډلې لپاره په ۱۶ ویکټو مخکښ توپ اچونکی وو .

نړیوال کرکټ

سید شېرزاد د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر ۲۹مه د عمان خلاف ترسره کړه.

د ۲۰۱۸ کال په می کي هغه د هند خلاف د افغانستان لومړۍ او تاریخي ټسټ لوبې ته په افغان لوبډله کي غوره سو خو ونه لوبېد.

د ۲۰۱۸ کال په جولای کي هغه د ایرلینډ خلاف د یو ورځنیو سېالیو لوبلړۍ ته غوره سو لیکن ونه لوبول سو. د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې هغه د اسیاجام لپاره د افغانستان په لوبډله کي شامل سو خو بیا ونه لوبول سو.

د ۲۰۱۹ کال په فبروري کي هغه یو ځل بیا د ایرلینډ خلاف د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ته چي په هند کي ترسره کېده غوره سو او همدلته یې د ۲۰۱۹ کال د مارچ پر دوهمه د ایرلینډ خلاف لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه او تر دې لوبې وروسته هغه د ایرلینډ خلاف ترسره کېدونکې ټسټ سېالۍ ته هم غوره سو خو هلته یې د لوبېدو موقع ترلاسه نکړه.

د ۲۰۱۹ کال د جون پر ۲۷مه هغه د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د افتاب عالم ځایناستی اعلان سو . د ۲۰۱۹ کال په اګسټ کي هغه د دریم ځل او د افغانستان د دریمې ټسټ سېالۍ لپاره د بنګلدېش خلاف افغان لوبډلې ته غوره سو خو د لوبېدو موقع یې ترلاسه نکړه.

یو ورځنۍ لوبي:

سید شېرزاد د افغانستان لپاره دوې یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي خو یوې هغه کي یې لوبېدلی چي یوه ویکټ یې پکښي ترلاسه کړې.

شل اوریزه لوبي :

سید شېرزاد د افغانستان لپاره څلور نړیوالي شل اوریزه لوبي ترسره کړي چي یادو لوبو کي یې اووه ویکټې ترلاسه کړي په اور کي یې د منډو ورکولو اوسط څه باندي اووه دی. او په یوه لوبه کي یې ښه توپ اچونه د ۱۶ منډو په ورکولو سره د دریو لوبغاړو سوځول دي.

فرسټ کلاس :

سیداحمد په ۱۵ فرسټ کلاس لوبو کي توپ اچونه ترسره کړې چي ۴۹ ویکټې یې پکښي ترلاسه کړي د منډو ورکولو اوسط یې څلور دی یوه لوبه کي یې ښه توپ اچونه د ۴۵ منډو په ورکړي سره د شپږ لوبغاړو سوځول دي.

لیسټ اې لوبي:

ځوان چټک توپ اچونکي سیداحمد ۱۵ لیسټ اې لوبي ترسره کړي چي شل ویکټي یې پکښي ترلاسه کړي دي د منډو ورکولو اوسط يې په اور کي پنځه دی.

دا ثابته سوې ده چي د افغانستان ورو توپ اچونه د نړۍ په سطحه له غوره توپ اچونې څخه ده خو د افغانستان چټک توپ اچونکې د نورو هیوادونو غوندي ندي ځلېدلي افغانستان څو ځله ښه چټک توپ اچونکې موندلي خو د لوبډلي سره د بیلابیلو لاملونو له مخې پرلپسې ندي پاته سوي دا مهال افغان کرکټ بورډ خورا ځوان او پياوړي چټک توپ اچونکي موندلي چي په هغوی کي یو نوم د سیداحمد شېرزاد دی چي دا مهال ورته د بورډ پام له ډیر وخت وروسته اوښتی .

سیداحمد شېرزاد د خپل توپ اچوني پر مهال فشار نه اخلي ، د توپ اچوني پر مهال د بال سرعت په ښه او ماهره ډول تغیر کولای سي او تر څنګ یې د توپ اچوني پر مهال نور مهارتونه هم لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی