سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

ژوندلیک ؛ افغان چټک توپ اچونکی نوین الحق وپېژنئ!

لیکنه : عبدالله عادل

نوین الحق د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ځوان او پیاوړی نیمه چټک توپ اچونکی دی نوموړی د ۱۹۹۹ کال د سپټمر پر ۲۳مه نېټه د افغانستان په مرکز کابل کي دې نړۍ ته سترګي پرانستي دي.

ښی لاسی نیمه چټک توپ اچونکی نوین الحق د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر میاشت کي د لومړي ځل لپاره د افغانستان ملي لوبډلي ته راستون سوی.

کورنی او تجارتي کرکټ

هغه د لومړي ځل لپاره فرسټ کلاس لوبه د ۲۰۱۸ کال احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو سېالیو د ټورنمینټ پر مهال د کابل زون په ګټه ترسره کړه.

د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کي هغه د لومړي پړاو افغانستان پریمیر لیګ لپاره د ننګرهار په لوبډله کي غوره سو.

نړیوال کرکټ

نوین الحق د افغانستان لپاره خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر میاشتي پر ۲۵مه د بنګلدېش پر وړاندي ترسره کړه. هغه د ۲۰۱۶ کال د نولس کلنو څخه د کم عمره ځوانانو په نړیوال جام کي د افغان ځوانانو له ملي لوبډلي سره مل وو. نوین د ۲۰۱۶ کال د نولس کلنو څخه د کم عمره ځوانانو په اسیا جام سېالیو کي د افغان ځوانانو لوبډلمشر وو.

دغه کم عمره خو با استعداده لوبغاړي خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۷ کال د جنوري میاشتي پر ۱۹مه د نامبیا خلاف ترسره کړه. د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کي هغه د ۲۰۱۸ کال د نولس کلنو څخه د کم عمره ځوانانو لوبغاړو په نړیوال جام کي د افغان لوبډلي لوبډلمشر وو.

نوین الحق د ۲۰۱۹ کال په اګسټ میاشت کي د دریو هیوادونو تر منځ د شل اوریزو لوبو د لړۍ لپاره په افغان ملي لوبډلي کي غوره سو او په همدا درې اړخیزه لوبلړۍ کي یې خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د سپټمبر پر ۲۱مه د بنګلدېش خلاف ترسره کړه په کومه لوبه کي چي یې دوې ستري ویکټي ترلاسه کړې.

یو ورځنۍ لوبي

نوین الحق د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره یوازي دوې پنځوس اوریزه لوبي ترسره کړي چي په یادو لوبو کي یې دوې ویکټي ترلاسه کړي ، په یوه اور کي یې د منډو ورکولو اوسط ۶ دی.

شل اوریزه نړیوالي لوبي

نوین الحق د افغانستان لپاره یوازي یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړې چي هغه یې د روان ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کي د بنګلدېش خلاف ترسره کړه چیري چي یې دوې ویکټي ترلاسه کړې.

فرسټ کلاس لوبي

توپ اچونکي نوین الحق په فرسټ کلاس سېالیو کي لس لوبي ترسره کړي چي یاد شمېر لوبو کي یې ۳۱ ویکټي ترلاسه کړي ، یوه لوبه کي یې ښه توپ اچونه د ۳۵ منډو په ورکړي سره د اتو لوبغاړو اوټ کول دي.

لیسټ اې لوبي

نوین الحق تر اوسه ټولټال ۱۴ لیسټ اې لوبي ترسره کړي چي یادو لوبو کي یې ۲۰ ویکټي ترلاسه کړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیواله سطحه بې جوړې غوره او پیاوړي ورو توپ اچونکي لري خو یو څه چي افغان لوبډله یې څه نا څه کمی احساسوي هغه چټکه توپ اچونه ده نو ځکه افغانستان دا مهال د نوین الحق غوندي ځوانو چټک توپ اچونکو ته سخته اړتیا لري تر څو زیار وباسي او په لوبډله کي خپل پاته کېده ثابت کړي او کومه وړتیا چي لري هغه نړۍ ته وړاندي کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی