هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

که ږیره مو خارښت کوي

د ږیرې خارښت عموما درې علتونه لري. یو په ږیره کې د ډیرو داسې وړو اورګانیزمونو شتون او شمیر دی چې ځینې یې ډیر واړه او د لیدو وړ نه دي.

بل هم د حساس پوستکي لرل دي. او دریم هم دا دی چې ‌ډیر وخت موږ ږیره خریله او تازه مو پریښې وي.

له دې دوو څخه د حساس پوستکې لرل داسې څه دي چې تاسو ورسره زیږیدلی یئ او اسانه چاره ښايي ونه لري.

خو په ږیره کې د زره یې او ډیرو وړو اورګانیزمونو شتون داسې څه دي چې تاسو یې په بیا بیا وینځلو شمیر کمولی شئ.

که د ږیرې د خارښت سبب مو دا وي نو د ږیرې بیا بیا وینځلو ته زور ورکړئ. له دې سره به مو د ږیرې خارښت تر ډیره راکم شي. البته د ږیرې د وینځلو لپاره یو نیم ځای ځانګړې شامپوګانې پیدا کیږي خو که ځانګړې شامپو نه وي په عادي شامپو یا صابون یې بیا بیا ووینځئ.

خپله ږیره له وینځلو وروسته په نرم برس او که برس نه وي په ساده ږمنځ ږمنځ کړئ. البته د خارښت په صورت کې د ږیرې وینځل او په پاک برس او ږمنځ پاکول د ورځې څو ځل تکرار کړئ.

همدارنګه په ښو تیلو د ږیرې غوړول همد ږیرې خارښت له منځه وړي.

که ږیره مو له اوږدې مودې خریلو وروسته پریښي وي، نو ويښتان یې سخت شوي او تر یو وخته پر مخ بدلګیږي خو یو څه وخت وروسته که ږیره پاکه او مرطوبه وساتئ دا ستونزه خپله هواریږي. صبر ورته وکړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */