سپورټ نړیوال کرکټ

ډېوېډ وارنر د ډان براډمن ریکارډ مات کړ.

ليکنه: سمیع الله درانی

ډېوېډ وارنر د اسټرالیایي پخواني لوبغاړي ډان براډمن د کلونو ریکارډ د نومبر په ۳۰ مه نېټه د شنبې په ورځ مات کړ.

ډان براډمن په ۱۹۳۰ م کال کې د انګلستان خلاف د انګلستان په لیډز سیمه کې ۳۳۴ منډې کړې وې؛ له برېن لارا د ۴۰۰ منډو وروسته د زیاتو منډو په درجه بندۍ کې یو دا منډې هم وې.

خو ډېوېډ وارنر په پآکستان دا ریکارډ جوړکړ هغه ۳۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ که چېرته د اسټرالیا لوبډلمشر ټېم پېن وارنر ته اجازه ورکړې وای، چې لا لوبېدلی وای؛ نو د ویسټ انډیزي برېن لارا ریکارډ یې هم ښایي مات کړی وای.

برېن لارا په ۲۰۰۴ م کال کې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر و، چې د انګلستان خلاف یې د اپریل په ۱۰ مه نېټه ۴۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د نړۍ په کچه دا منډې لا هم ریکارډ دی.

ډېوېډ وارنر بیا د ۲۰۱۹ م کال د نومبر په ۳۰ مه نېټه د پاکستان خلاف دویمه ټېسټ لوبه کې په ۴۱۸ توپونو ۳۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې یوه یې شپږیزه او ۳۹ یې څلوریزې وهلې وې.

اسټرالیا د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۸۹ منډې وکړې او بیا ډیکلیر شول.

له دې وړاندې د مارک ټېلر په نامه یو لوبغاړي ۳۳۴ منډې کړې وې، چې ډان براډ من سره ریکارډ کې مساوي و، خو متیو هایډن چې د اسټرالیا لوبغاړی دی، د زِمبابوې خلاف په ۲۰۰۳ م کال کې ۳۸۰ منډې کړې وې.

اوس ډېوېډ وارنر د اسټرالیایي لوبغاړي براډمن د ۸۸ کلونو ریکارډ مات کړ؛ هغه دا ریکارډ د اسټرالیا په اډیلایډ سیمه کې جوړ کړ.

د اسټرالیا د کرکټ بورډ ادارې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې تاریخ جوړ شو، تاریخ بیا ځان تکرار کړ او دا د ډېوېډ وارنر په ځلیدونکي بېټ تکرار شو.

۲۰۰۴ م کال کې د هندوستان اوپنر توپ وهونکي ورېنډر سېواګ د پاکستان په ملتان ښارکې د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې ۳۰۹ منډې کړې وې.

کارون نایر بیا د هندوستان لپآره په ټېسټ لوبه کې ۳۰۳ منډې ریکارډ لري.

وارنر په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم په برېسبېن سیمه کې ۱۵۴ منډې کړې وې.

پاکستان په دویمه ټېسټ لوبه کې د نومبر په ۳۰ مه نېټه د شنبې په ورځ د اسټرالیا پر وړاندې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۹۶ منډې کړې وې.

مېچل سټارک ۴ لوبغاړي سوځولي وو.

لومړۍ ټېسټ لوبه هم اسټرالیا په یوه پاڼۍ او ۵ منډو ګټلې وه.

وارنر د نومبر په ۳۰ مه نېټه د شنبې په ورځ په داسې حال کې له لوبغالي هسکه غړۍ رابهرکېده، چې یو لاس کې یې خولۍ یا هېلمېټ او بل لاس کې یې بېټ هسک نیولي وو او شا او خوا اسټرالیایي لوبغاړي او ننداره کوونکي یې په احترام ولاړ وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی