سپورټ نړیوال کرکټ

ډېوېډ وارنر د خپلې زوکړې ۳۳ مه کلیزه په سلیزه ولمانځله.

سمیع الله درانی

د اسټرالیا اوپنر توپ وهونکي ډېوېډ وارنر په شل اوریزو لوبو کې یوه سلیزه وهلې او هغه یې هم د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د سریلانکا خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ووهله.

پرون د اکټوبر ۲۷ مه د وارنر د زوکړې له ۳۳ مې کلیزې سره برابره وه، دی لومړی لوبغاړی شو، چې د خپلې زوکړې په ورځ سلیزه وهي او ریکارډ یې ثبت کړ.

وارنر په ۵۶ توپونو پوره سل ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او ناټ اوټ له مېدانه ووت.

بل ریکارډ دا هم شو، چې د ډېوېډ وارنر په یواځې ځان سل منډې د سریلانکا ۹ لوبغاړو پوره نه کړې او سریلانکا فقط ۹۹ منډې وکړې او ۹ لوبغاړي یې اوټ شول.

د لوبغاړو په منځ کې وارنر لومړی لوبغاړی شو، چې د خپلې زوکړې د کلیزې په ورځ سلیزه وهي، له دې وړاندې یوراج سېنګ د خپلې زوکړې د کلیزې په ورځ د سریلانکا خلاف ۶۰ منډې کړې وې، نوموړي دا منډې په ۲۰۰۹ م کال کې د هند په مُهالي سیمه کې کړې وې.

د یوراج سېنګ منډې د کلیزې په ورځ تر ټولو لوړې منډې وې؛ خو اوس دا ریکارډ د ډېوېډ وارنر شو.

دریم لوبغاړی د بحرېن هېواد څخه عمران علي و، هغه د خپلې زوکړې د ۳۳ مې کلیزې په ورځ ۵۸ منډې کړې وې، نوموړي د سعودي عربستان پر وړاندې دا منډې جوړې کړې وې.

د ډېوېډ وارنر یو بل ریکارډ دا هم شو، چې د اسټرالیا په کچه دوهم لوبغاړی شو، چې درې واړو ډولونو یا فارمټونو «ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو لوبو کې سلیزې وهي».

له ده واړندې د اسټرالیا لپاره شېن واټسن دا ریکارډ خپل کړی و، هغه په ۲۰۱۶ م کال کې په شل اوریز جام کې سلیزه ووهله او له دې وړاندې یې په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې سلیزې وهلي دي.

وارنر بیا د نړۍ په کچه دریم لوبغاړی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې د شلم اوور په وروستي توپ سلیزه پوره کوي.

د همدې کال په سر کې د نمېبیا لوبغاړي جی پي کوتزي د شلم اوور په وروستي توپ سلیزه پوره کړې وه.

او مارټېن ګوپټېل بیا بل لوبغاړی دی، چې په ۲۰۱۲ م کال کې یې د سویلي افریقا خلاف په وروستي توپ سلیزه وهلې وه.

کرېک سېمونس، عثمان خواجه، لوک رایټ او شېن واټسن هغه لوبغاړي، چې اسټرالیا هېواد کې یې په شل اوریزو لوبو کې سلیزې وهلي دي او ډېوېډ وارنر بیا دې برخه کې پنځم لوبغاړی شو، چې اسټرالیا کې شل اوریزو لوبو کې سلیزه وهي.

کرېس ګېل په شل اوریزو لوبو کې دوه سلیزې وهلي او د سوداګریزو لوبو په شمول یې بیا ۲۲ سلیزې وهلي دي، مایکل کلېنګر بیا ۸ سلیزې او ډېوېډ وارنر بیا د اې پي ایل په ګډون شل اوریزو لوبو کې پنځه سلیزې وهلي دي.

ډېوېډ وارنر ۷۱ پاڼیو کې بریالی شو، چې یوه کې یې د شل اوریزو لوبو سلیزه ثبت کړي، ایرلېنډي کیوین اوبراین بیا په ۷۴ اننګزونوکې سلیزه وهلې او شعیب ملک تر اوسه ۱۰۴ شل اوریزو لوبو کې توپ وهنه کړې؛ خو سلیزه یې نه ده وهلې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی