Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

ډېوېډ لایډ ویلي، ډوني باید په پوځ کې خدمت وکړي

د انګلستان پخواني کرکټ لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر ډېوېډ لایډ د هندوستان په غوره کرکټر، بهترینه لوبډلمشر او غوره هېټر توپ وهونکي ایم ایس ډوني ریشخند وهلی.

ډېوېډ لایډ په خپله ټوېټر پاڼه په مسخره ډول لیکلي، دا چې ډوني د ویسټ انډیز خلاف نوملړ کې وانخېستل شو، باید پوځ ته ولاړ شي او هلته خپل خدمات وړاندې کړي.

نوموړي له دې لیکنې سره د خندا نښان سټېکرې یا ایموجي هم لګولي دي.

تاسې به خبریاست چې ایم ایس ډوني غوښتل له نړیوال جام وروسته له نړیوال کرکټ څخه استعفا وړاندې کړي؛ خو تر اوسه یې استعفا نه ده کړې.

د هندوستان د کرکټ بورډ اداره هم اوس غواړي هغه څنډې ته کړي، ترڅو مجبور شي استعفا ورکړي.

هندوستان تېره ورځ د ویسټ انډیز خلاف سکواډ اعلان کړ، چې ډوني ته یې پکې ځای نه دی ورکړی او د هغه پرځای یې ځوان کیڼ لاسی وېکټ ساتونکی توپ وهونکی رېشاب پنټ ور اضافه کړی دی.

نو اوس د لومړي ځل لپاره په ایم ایس ډوني د انګلستاني پخواني لوبغاړي له خوا په کنایه یا مجازي ژبه کې برید وشو، یعنې ډوني یې نور د کرکټ بورډ له پام څخه لوېدلی معرفي کړی او مطلب یې دا دی، چې باید استعفا وکړي او خپل کېریر یا تېرې کارکرده ګۍ ته زیان ونه رسوي.

که د هندوستان د غوراوي کمېټه خپلو دغسې کړنو ته دوام ورکړي او ډوني له لوبو محروم کړي، ښایي ایم ایس ډوني زړه تورن له کرکټ سره مخه ښه وکړي.

DAV.jpg

د انګلستاني ډېوېډ لایډ دې ټويټ د هندوستانیانو سخت غبرګونونه راپارولي دي، د سنکا ډیپ ساحا په نوم یو هندي ټویټر کاروونکي په پوښتونکي ډول لیکلي، چې دا ستا د خندا وړ خبره ده؟ بیا یې ډېوېډ لایډ ته د احمق کلمه کارولې ده.

اننتن بیا لیکلي ته څومره ټوکي یې کم عقل لایډه.

مېډم مافیا لیکلي چې ته ولې خندا کوې؟

ډېوېډ لایډ د انګلستان د کورنیو سیالیو څخه نه و توانېدلی، چې ملي لوبډلې ته ولاړ شي همغه و، چې په کورني کرکټ کې د لېنکاشایر لوبډلې ته لوبېده.

دا چې لایډ لوبډلې ته لار نه وه پېدا کړې؛ نو هندي چې ساحل پنز نومېږي لیکلي؛ هغه لوبغاړی چې څو ځله له لوبو ډراپ شوی ولې د ډوني په څېر اتل پسې خاندي؟

چیټي نایډو لیکلي، ډوني په ۲۰۱۱ کال کې مونږ ته نړیوال جام ګټلی، او ته ټول عمر له لوبو ډراپ شوی یې، احمقه مه خانده.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی