ډېر اولادونه: د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ، د مور او پلار عمر کموي!

زموږ په ټولنه کې یو بد رواج دا هم دی چې سړی باید ډېر زامن ولري او د دې لپاره دوی هڅه کوي چې ډېر اولادونه نړۍ ته راوړي، او دا بیا ډېر مشکلات زېږوي، چې مور او پلار نشي کولای د خپلو ټولو اولادونو اړتياوې پوره کړي.
.
د روغتیا نړیوال سازمان په هېواد کې له روغتیايي اسانتیاوو څخه د ۵۰۰ زره افغانانو د بې برخې توب له کبله خپله اندیښنه ښودلې. دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد كې په هرساعت كې، پنځلس هغه ماشومان چې يو كلن لانه وي او دوه ويشت كابو پنځه كلن ماشومان مړه كېږي، همدا رنګه په هرو دېرشو دقيقوكې يوه امېندواره مور د زيږون پرمهال ساه وركوي، چى د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ډېره اوچته او لوړه ده.

په افغانستان كې د ميندو، ماشومانو او په ټوله كې د ټولو خلكو د مړينې د سببونو موندل، د نوې سروې عمده هدف جوړوي، چې د عامې روغتيا وزارت او مركزي احصايې په ګډه سره پيل كړې ده.

دا وضعیت په ځانګړي ډول ښځو ته ډېرې بدې پایلې لري.
د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د میندو زیاتې مړینې یو لوی دلیل زیات او بې پلانه ولادتونه دي.

موږ دلته د يوتا پوهنتون دا څېړنه را اخلو، چې د دوى د څېړنې له مخې چې په کې ويل شوي دي، هغه ميندې او پلرونه ژر مړه کېدل، چې زيات اولادونه يې لرل.

د یوتا پوهنتون د څېړنې له مخې، په ۱۹ مه پېړۍ کې ډېری هغه میندې او پلرونه تر نورو زر مړه کیدل، چې زیات اولادونه یې لرل.
د دوی د پایلو پر بنسټ، هغه کورنۍ چې د اولادونو شمېر یې ۸ وو له هغو میندو او پلرونو سره یې د اقتصاد او صحت ترڅنګ د عمر د زیاتیدو لوی واټن وو، کومې کورنۍ چې ۱۴ اولادونه یې لرل.
څېړنه ښیي، چې د زیاتو اولادونو لرل په طبیعي ډول د مور او پلار عمر کموي.

نو ښکاره ده چې په ځینو کورنیو کې د ډېرو ماشومانو شتون د ډېرو بدو عواقبو درلودونکي شوي، دا بد عواقب هم د کورنیو لپاره وي او هم د ماشومانو لپاره، چې تر ټولو زیات یې ماشومانو ته دي.

موږ داسې ډېری کورنۍ لیدلي چې نارینه اولاد یې نه کیږي، نو د دې لپاره چې نارینه اولاد یې پیدا شي، هڅه کوي ماشومان زیات راوړي، همدې حالت کې پرله پسې نجونې پیدا شوي چې شمار یې تر لسو هم رسېدلى، خو په دوی کې بیا یو یا دوه یې نارینه پیدا شي.

د نارینه وو د زیاتېدو لپاره د ماشومانو زیاتېدل پرې بیا بوج شي، د هغوی روغتیا، زده کړو، خوراک او پوښاک، لوبو او تفرېح ته یې هیڅ پاملرنه نه وي او نه هم اقتصاد د دې وړ وي چې باید ټولو ته ټول امکانات برابر کړي نو له همدې ځایه بیا د ماشومانو راتلونکې د تباهۍ خواته وړل کېږي.

که چیرته د زیاتو ماشومانو لرلو د هېلې پر ځای لږ ماشومان ولرو، خو د هغوی روغتیا، زده کړو او هرې انساني غوښتنې ته پاملرنه وکړو دا به د یو انسان په راتلونکې ښه اغېزه ولري او د فرد او کورنۍ راتلونکې به ښه وي.