سپورټ نړیوال کرکټ

ډین جونز د پاکستانۍ لوبډلې احتمالي روزونکی دی.

لیکنه:بهار سمسور

د پاکستان پر کریکټ مین اسټرالیاوی پخوانی کریکټ لوبغاړی ډین جونېز هیجان اخیستی او وړمه ورځ یې پر خپل ټوېټر ولیکل:

“د اونۍ په پای کې به یو غټ خبر اعلان شي.”

د وخت دا غښتلی پخوانی لوبغاړی،چې په اوس کې یې پر لوبو تبصرې د پام وړ دي او پر روانه لوبه ډېر ښه غږیږي،دا ځل یې ملا تړلې څو د پاکستانۍ کریکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په دنده وګمارل شي.

جونېز په پاکستان سوپر لیګ PSL کې د اسلام اباد یونایټېډ مشر روزونکی دی،چې دغه لوبډله یې دوه ځلې اتلوالۍ ته هم رسولې ده.جونېز د افغان لوبډلې لنډ مهالی روزونکی و،چې په ۲۰۱۷ کال کې یې ورسره د روزونکي دنده اخیستې وه.

دی د اسټرالیا لپاره له ۱۹۸۴م تر ۱۹۹۲ کلونو پورې لوبیدلی،چې په ۵۲ ټېسټ او ۱۶۴ یو ورځینیو لوبو کې یې د اسټرالیا هېواد استازولي کړې ده.

۵۸ کلن جونېز په لوړه درجه د روزونې خاص تجربه نه لري، خو د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د روزونکي دندې لپاره نوماندیدل یې حیرانونکي ده او که پر دې دنده ګمارل کیږي نو ورته یو لوی چیلېنج په مخکې دی.

له ډین جونېز مخکې د ویسټینډیز هېواد بل روزونکي کورټني والش او مصباح الحق هم ځانونه نوماند کړي،چې د جونېز د رامخکې تګ لپاره والش یو چیلېنج کیدای شي.

د پاکستان مشهورې رسنۍ جیو سوپر پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه د ډین جونېز، مصباح الحق او کورټني والش نومونه خپاره کړي او مینوال یې پوښتلي چې کوم یو یې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي دندې ته مناسب دی،چې له منځه یې همدې ډین جونېز ۴۵ مصباح الحق ۳۷، خو والش بیا یوارې شپږ فیصده رایه وړې ده.

د جونېز همدې ۴۵ فیصده رایو پر ټوېټر همدې پوسټ ته مجبور کړی تر څو ولیکي چې د اونۍ په پای کې یو غټ خبر اعلانیږي. خو دا به راتلونکي اونۍ ښکاره شي،چې جونېز،مباح والش د نوي روزونکي پر دنده راځي کنه اوسنی روزونکی میکي ارتر به پر خپل ځای پاته شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی