ډیرین سمي د وېسټ انډيز د کرکټ بورډ نوی ډایرېکټر شو

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ویسټ انډیز لپاره د دوو نړیوالو شل اوریزو جامونو ګټونکی ډېرین سمي یې د کرکټ بورډ د خپلواک غړي په توګه منلی دی.

ډېرین سمي د ویسټ انډیز لپاره ۱۴ کاله نړیوال کرکټ کړی، چې په دې وخت کې هم په کورنۍ او هم په نړیواله کچه خورا ستایل شوی او د کرکټ نړۍ ته یې په خپلې ښې لوبډلمشرۍ ویاړ وربښلی دی.

دی یواځینی ویسټ انډیزی لوبغاړی دی چې د ستر احترام په وجه یې یو کرکټ لوبغالی په ویسټ انډیز کې د ده په نوم نومول شوی دی.

د خپلې ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ ترڅنګ د پاکستان په لیګ کې، د پېښورزلمي لوبډلې او ځېنو نورو کورنیو لوبو کې د لوبډلو مشر پاتې شوی او له ځان څخه یې د رهبرۍ ښه وړتیا ښودلې ده.

دی یواځینی لوبغاړی دی چې د برېتانیا د مشرې دویمې ملکې الیزابیت لخوا ورته د غوره کرکټر جایزه ورکړل شوې ده او د سېنټ لوشیا لپاره یو ښه سفیر نومول شوی دی.

ډېرین سمي اوس هم د پاکستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې د پېښورزلمي مشر روزونکی دی او په کارېبېئن کرکټ لیګ کې د سېنټ لوشیا لپاره مشاور یا سلاکار دی.

سمي چې د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ د رهبرۍ د غړي په توګه تړون وکړ؛ نو دوه ستونزې به حل کړي لومړی دا چې د دوو کلونو په موده کې به د لاسته راوړنو ستراتېژي رهبري کړي، اصول به یې اساس ګذاري کړي او هم به د سیمه ئیزو لوبغاړو تخنیکي وړتیاوې لوړې او پالیسۍ کې شاملې کړي.

د یاد هېواد د کرکټ بورډ له قوله سمي به وکولای شي چې تازه او ځوان کادرونه د کرکټ برخې ته ورکړي او هم به اوسني لوبغاړي د ده په وجه لا مهارت ترلاسه کړي.

د سمي په اړه د بورډ مشر ریکي سکېرېټ ویلي:

« زه هغه ته ډېرښه راغلاست وایم، دی به وکولای شي چې نوې نظریې رامنځته کړي او ستونزو ته حل ولټوي، هغه د دوو اتلولیو تجربه لري، له ده څخه د خورا عصري کرکټ هیله کېږي او د بورډ بحثونو ته به نوې نظریې ورکړي او هم به تصامیموکې مفید تمام شي، د ده ګمارنه به مهارتونه وځلوي او هم به د لوبډلې له مالي ملاتړو یا شریکانو سره ښې اړیکې وپالي ترڅو مالي برخه کې لوبډلې ته لا ډېر څه ومومي».

د ډېرین سمي څرګندونې

دا ستاسې یوه ستره مهرباني ده چې زه مو د ډایرېکټر په توګه وټاکلم، دا زما لپاره یوه بله ستره موقع ده، چې خپلې غوره تجربې د ویسټ انډیز کرکټ ته ورکړم، د سیمه ییزو، ملي او نړیوالو تجربو لرلو زه د دې جوګه کړم، چې د ویسټ انډیز کرکټ ته یو ویاړ ور وبښم، زه له دې موقع خوښ یم چې زه یې له دې ورزش سره بیا بوخت کړم.