سپورټ نړیوال کرکټ

ډيپک چاهار دریم بالر شو، چې نړیوالو شل اوریزو لوبو کې شپږ وېکټې اخلي!

سمیع الله درانی

د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې داسې بالران تېر شوي، چې په یوه لوبه کې یې ان تر اووه پورې وېکټې ترلاسه کړي او د نړۍ په کچه یې ریکارډونه جوړ کړي دي.

افریقایي کولېن اېکرمن د انګلستان په کورنیو بلاسټ سیالیو کې په ۲۰۱۹ م کال کې اووه وېکټې ترلاسه کړې.

له دې وروسته په ۲۰۱۹ م کال کې د مالیزیا ښځينه لوبغاړې ارول سوفیا هم شپږ وېکټې اخېستې وې او پنځه منډې یې ورکړې وې.

له دې ور اخوا ډېری کرکټ بالرانو په شل اوریزو لوبو کې په یوه پاڼۍ توپ اچونه کې پنځه او شپږ وېکټې اخېستي دي او د دې بالرانو په منځ کې ځوان هندي لوبغاړي هم خپل نوم ولیکه.

ډيپک چهر چې د هندوستان چټک ښي لاسي توپ اچوونکی دی، هغه ۲۷ کاله عمر لري او په آې پي ایل کې د چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره ډېر اغېزناک اټېکر بالر دی؛ اوس یې د بنګله دېش خلاف دریمه شل اوریزه لوبه کې د شپږو وېکټو په اخېستلو سره هندوستان ته د دریو شل اوریزو لوبو د سیریز بری دوه د یو پر وړاندې ورکړ.

چهر په ۳ اعشاریه ۲ اورونوکې ۷ منډې ورکړې او لېټن ډاس، محمد مېتون، سومیا سرکار، امین الاسلام، شفیع الاسلام او مشفق الرحیم یې وسوځول.

چهر د ۲۰۱۹ م کال د نومبر په لسمه نېټه دا ریکارډ په ناګپور سیمه کې د بنګله دېش خلاف دریمه شل اوریزه لوبه کې جوړ کړ.

هند په دریمه شل اوریزه لوبه کې بنګله دېش ته ۱۷۵ منډې هدف ورکړی و، چې شیریاس ایئر او

کی ایل راهول پکې نیمه سلیزې ووهلې.

د بنګله دېش لپاره محمد نعیم ۸۱ منډې وکړې او د شېوم ډوبی له خوا کلین بولډ شو.

بنګله دېش په ۱۹ اعشاریه ۲ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې وکړې او لوبه ترې هند په ۳۰ منډو وګټله.

د وروستۍ شل اوریزې لوبې او د ټول سیریز غوره لوبغاړی فسټ بالر ډیپک چهر وپېژندل شو.

له چهر وړاندې په شل اوریزو لوبو کې د شپږو وېکټو اخېستونکي بالران!

له دې وړاندې په ۲۰۱۱ م کال کې د سریلانکا اجېنتا مېنډس د نیوزیلېنډ څخه ۶ وېکټې اخېستې وې، ۲۰۱۲ م کال کې هم منېډس له زِمبابوې شپږ وېکټې اخېستې وې.

یوز وېندرا چهل چې د هندوستان ښي لاسی لېګ برېک ګوګلي بالر دی، د ۲۰۱۷ م کال د فبروري په لومړۍ نېټه له انګلستان څخه شپږ وېکټې اخېستې وې.

کولېن اکرمن اووه وېکټې اخېستي؛ خو دا یې په سوداګریز لیګ کې یې اخېستي دي، په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې اجېنتا مېنډس، ډیپک چهر او یوز وېندرا چهل هغه لوبغاړي دي، چې شپږ، شپږ وېکټې په یوه، یوه پاڼۍ توپ اچونه کې اخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی