ډوپلسيس وايي: د نړيوال جام لپاره بيرته ډيويلرز راولو!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د سويلي افريقا کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر ومنله چي د اې بي ډيويلرز سره خبري رواني دي.
فاف ډوپلسيس وايي تر راتلونکي نړیوال جام پوري ډیر وخت سته او ډيولرز کولای سي ځان د نړیوال جام لپاره په نړيوالو لوبو کي چمتو کړي.
څو ورځي وړاندي د سويلي افريقا کريکټ بورډ مارک بوچر د ملي لوبډلي مشر روزونکی وټاکی، تر ټاکل کيدو ۲ ورځي وروسته يې وويله چي اې بي ډيويلرز به بيرته نړيوال کريکټ ته راولي.
که څه هم تر ۲۰۱۹ز کال يو ورځني نړيوال جام مخکي ډيولرز خپل کريکټ بورډ ته وړانديز کړی وو چي د نړيوال جام لپاره يې سکواډ کي واخلي خو د غوراوي کميټې يې وړانديز ونه مانه، ويې ويل چي اوس ډير ناوخته دی او موږ د نړيوال جام لپاره نور لوبغاړي لوبولي او جوړ کړي چي د هغوی حق خوړل کيږي.
فاف ډوپلسيس وايي چي د راتلونکي شل اوريز نړيوال جام لپاره سويلي افريقا اې بي ډيويلرز ته اړتيا لري.

دی وايي موږ له څو مياشتو پدې اخته يوو چي د اې بي سره تفاهم ته ورسيږو ،دده په وينا چي د مزانسي سوپرليګ تر پايلوبي وروسته مارک بوچر د اې بي سره خبري کړي او هيله مند يوو چي يو تفاهم ته به ورسيږو.
ډوپلسيس وايي زموږ څخه د کريکټ مينوال د اې بي ډيولرز غوښتنه کوي پدې اړه زه کومه ستونزه نلرمه.
ډيويلرز چي تيرکال می مياشت کي يې د نړيوال کريکټ څخه تقاعد اعلان کړ،تر اوسه يې په دې اړه څه ندي ويلي.