چین: د جي ۲۰ غړي هېوادونه دې له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي

نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې ددغه نړیوال بنسټ غړي هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

د وانګ یې په خبره په افغانستان کې په وروستیو کې ستر تحولات رامنځ ته شوي چې له امله یې افغانان اغېزمن شوي دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه ټینګار کړی چې د نورو نړیوالو بنسټونو تر څنګ دې د جي ۲۰ غړي هېوادونه هم له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

هغه یو ځل بیا پر امریکا او نورو نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، ځکه دا د افغانانو شتمني ده او له دې پیسو باید پر دوی د سیاسي فشار لپاره کار وا نه خیستل شي.

په ورته وخت کې د ټایمز نشریې د راپور پر بنسټ امریکا غواړي له افغانستان سره شاوخوا ۶۴میلیونه ډالره بشري مرسته ولري خو غواړي دا مرسته په داسې بڼه تر افغانانو ورسوي چې له طالبانو سره د مرستو سبب نه شي.

دغه نشریه لیکي امریکا وېره لري چې هسې نه د دوی بشردوستانه مرسته په یوه بڼه نه یوه بڼه د طالبانو د تقویې لپاره وکارول شي، ځکه دوی تر اوسه په رسمي توګه د نړیوالو له لوري نه دي پېژندل شوي.

ځینو شنونکو هم دغه نشریې ته ویلي چې افغانستان ته د امریکا د یادو مرستو رسول قانوني مشکل لري او د مرستو د سمو لګولو او رسولو لپاره باید پر قانوني او سمو لارو چارو فکر وشي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبان وایي مستحقو کسانو ته د مرستو رسولو ته ژمن دي او ډاډ ورکوي چې د بشردوستانه مرستندویانو ژوند به خوندي وي.

About هوسۍ لؤنګ 873 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله