چین او افغانستان به د سړک له لارې سره و تړل شي

لیکنه: ظریف الله ساحل

 

دا چې افغانستان د پاکستان ، ایران، تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري ترڅنګ یې چین هم له هغه هیوادونو څخه دی چې د بدخشان د واخان ولسوالۍ له لارې افغانستان سره ګډ سرحد لري.

د افغانستان د ټولګټو وزارت ویلې، د ځمکې له لارې دافغانستان او چین د نښلولو لپاره د جغل سړک جوړولو کارونه چټک روان دي.

دغه وزارت پر فیسبوک لیکلي: د ۳۶۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۹،۷ کیلومتره اوږد سړک د افغانستان شمال ختیځ ته د بدخشان ولایت د پامیر ولسوالۍ له ګونبد خورد سیمې پیل شوی دی او د واخان ولسوالۍ تر پای “چې کابو د چین هېواد سرحدي نقطې ته رسېږي غځېدلی”.

که څه هم دا وزارت د دې سړک د بشپړولو او د کار د پیل نېټه نه ښيي، خو وايي، د دې لارې جوړول ۱۵ سلنه پرمختګ لري.

واخان د بدخشان په لوړو کې پرته ولسوالي ده چې تر ډېره په واورو پټه وي او د چارواکو په خبره، له همدې کبله یې په ځینو سیمو کې د دې سړک چارې ځنډول شوې خو په معتدلو سیمو کې یې کار روان دی.

لا تر اوسه پورې چین له خپلې خوا له افغانستان سره د سړک له لارې د نښلېدو د پلان په هکله څه نه دي ویلي.

چین نړۍ کې د پنځو غوره اقتصادي هېوادونو له ډلې او له افغانستان سره څو نوي کیلومتره ګډه پوله لري، خو د سختو غرونو له امله له یو بل سره د سړک له لارې وصل نه دي او همدا وجه ده چې خپلمنځي سوداګري یې خورا کمه ده.

افغانستان د منځنۍ اسیا له اوږدې لارې او هوايي دهلېز پر مرسته چې ګرانبیه تمامېږي، له چین سره سوداګري لري او د دې سړک جوړېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ لوی خنډ لرې کېږي.

د افغانستان ټولګټو وزارت زیاته وي، چې د افغانستان له خوا پیل شوي سړک سره به افغانستان د سیمه ییز نښلون اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې شي.

چین د یوه لار یو کمربند اقتصادي پلان سره د پاکستان له لارې ګوادر بندر او منځني ختیځ ته رسېدل غواړي او له نورو لارو هم ځان تر اروپا رسوي.

چین تر دې مخکې افغانستان ته هم د پاکستان له لارې د یو کمربند لار غځولو خبره کړې وه.

نږدې درې کاله وړاندې په ۲۰۱۷ کال د ډسمبر پر ۲۶ کې په چین کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ غونډه کې افغانستان د چین له اقتصادي دهلیز سره د ځان نښلولو هوکړه وکړه چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته غځول کېږي.

د هیواد یو شمېر د سیاسي برخې شنونکې وایې: چې په دې ورستیو کې دافغانستان جمهور رییس هڅه کوي ترڅو د افغانستان اقتصاد په پښو ودروي او دا چاره یې کولی شي چې دهیواد په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.