چیغان ( انګۍ)

دا چې پښتانه په خپل ژوند کې بېلا بېل دودونه لري او د دې دودونو له امله یې تل میرمنې ځوریدلي او کړیدلي دي، نو ځکه پښتنو پیغلو او میرمنو په هر وخت کې د خپل زړه درد او غم د ادب په ژبه بیان کړی، چې د شفاهي ادبیاتو ډېره برخه تولید د میرمنو له خوا شوی؛ چې چیغان او یا انګۍ هم د شفاهي ادبیاتو هغه جوړښت دی، چې رامنځته کوونکې یې میرمنې دي. دا چې د چیغان سندرې څه ډول سندرې دي او دا سندرې میرمنې په کومو وختونو کې وایي په دې لیکنه کې یې ولولئ.

انګۍ د پښتو شفاهي ادبیاتو د سندرو په لړ کې هغه ځانګړې سندرې دي، چې په ځینې سیمو کې د انګۍ او په ځینو کې بیا د هوی په نوم یادیږي او په ځینو نورو سیمو کې بیا په نورو بېلا بېلو محلي نومونو یادیږي. خو د پښتو شفاهي ادبیاتو په مجموعو کې د انګۍ او هوی په نومونو ثبت شوي دي.

د دې سندرو دوه مجموعي پروفیسور ولي محمد خان سیال کاکړ د انګۍ او هوی په نومونو چمتو کړي او چاپ کړي دي.

دا سندرې د خپل شکلي جوړښت له پلوه دوه مسریزې، درې مسریزې او څلور مسریزې هم دي او تر دې زیاتې مسرې هم لري.

دا سندرې د واده په ورځ د پښتنو ناویانو له خوا ویل شوی دي. په دې سندرو کې ناوې خپلې بې وسۍ ستونزې او د پلار له کوره د بېلتون درد بیانوي.

د دې سندرو څو نمونې دا دي:

وروره لاس که په کڅوړه                       یو اصیل غمی راباسه

خور د ې ځي د بابک له کوره

زه په خپل کور کې وم په راحت               بابک مې کړم خرڅه په ډېر دولت

په پردي کور کې مې نسته عزت              خود به ژړا کړم په هر ساعت

سرچینه: هیوادمل زلمی ( ۱۳۹۳) ل. د پښتو ادبیاتو تاریخ لرغونې او منځنۍ دوره. کابل: دانش خپرندویه ټولنه

که دې پاسنۍ سندرو ته بپم وشي په دې کې ناوې د خپل ژوند درد بیان کړی هغه درد او ظلم چې له دې سره پلار کړی او دا یې پلورلې په ډېر دولت او پیسو نو کله چې دا پلورل شوې، نو په پردي کور کې به دا څه عزت او حیثیت ولري. زموږ ټولو افغانانو بیا په ډېره کې د پښتنو یو بد کلتور دا وه او اوس هم تر ډېره پاتې چې هېڅکله چا له لور څخه پوښتنه نه دی کړې، چې ایا ستا خوښه ده، چې دې ځای کې دې ورکړو که نه؟ نه ورته کتل شوي چې دې ځای کې به زما لور خوشحاله وي او که نه؟ دوی لور هغه چاته ورکوي، چې دوی ته ډېر ولور وړکړي، که هغه سپین ږیری وه، که یې بد عمله وه، که یې څو میرمنې لرلې پروا نه کوي، خو چې دوی ته ولور ډېر ورکړي.

له بلې خوا زموږ یو بل دود پخوا دا وه، چې اوس هم تر ډېره پورې په لیرې پرتو سیمو کې دا دودونه پاتې دي، چې ناوې ته د خسر په کور کې درناوی نه کېده، بلکې د یوې وینځې په سترګه ورته کتل کېده او ورته کتل کېږي. له نګور سره به د خواښې خسر او نورو له لوري بېلا بېل ظلمونه کېده او هغه مجبوره وه، چې هغه هر څه وزغمي، نو ځکه د واده په ورځ د پښتني ناوې له خولې په هغه وخت کې چې د پلار له کوره وځي دا ډول نارې یا سندرې وتلي، چې په ډېرو کې یې د دوی د زړه درد بیان شوی.

وروستي مطالب