چاغښت او د تخمدانونو ټنبلي؛ لاملونه او حللارې یې

ژباړه

روغتياپالان چاغوالى او د تخمدانونو ټنبلي سره اړيکه کې بولي. هغه مېرمنې چې د تخمدانونو ټنبلي لري، معمولا د وزن په کمولو کې ستونزه لري.

زياتره مېرمنې په يوه ډول د وزن له زياتوالي سره مخ دي. خو د تخمدانونو په ټنبلۍ اخته مېرمنو لپاره، د وزن کمول په يوه جدي ستونزه بدله شوې ده.
د تخمدانونو ټنبلي(د تخمدانونو پولي سيسټيک سنډرو PCOS  په ښځينه‌وو کې تر ټولو عامه هورموني ګډوډي ده او کولاى شي د شنډتوب سبب شي. د تخمدانونو په ټنبلۍ اخته مېرمنې په زياته کچه د نارينه هورمون لري او د انسولين پر وړاندې لږ حساسيت لري(د انسولينو پر وړاندې مقاومت). ډېرى دا مېرمنې زيات وزن يا چاغي دي. دا مېرمنې د شکر/ ډيابټ، د زړه ناروغيو، په خوب کې ساه لنډۍ او د رحم له سرطان ناروغيو سره مخ دي.

که د تخمدانونو ټنبلي لرٸ، د ژوند بڼه کې تغييرات ستاسې سره مرسته کولاى شي، چې څو کيلو وزن مو کم او روغ رمټ ژوند ولرٸ. په دې ليکنه کې مو د تخمدانونو د ټنبلۍ او حللارو په اړه ويلي راسره اوسٸ.

ايا چاغښت او د تخمدانونو ټنبلي سره اړيکه لري؟

د تخمدانونو ټنبلي په بدن کې د انسولين هورمون کړنه ګډوډوي. د انسولين دنده په خوړو کې د شته قند او نشايسته په انرژي بدلول دي. د انسولين پر وړاندې مقاومت د وينې په جريان کې د انسولين او د وينې د ګلوکوز د سطحې لوړېدو سبب کېږي. په بدن کې د انسولين لوړه سطحه د اندروجن په نامه د نارينه هورمون د زياتېدلو لامل ګرځي. د اندروجن لوړه کچه په خپل وار د اضافي وېښتانو د زياتېدلو، بخار، نامنظم مياشتني عادت او د وزن زياتېدلو لامل کېږي. څرنګه چې د وزن زياتېدل د نارينه هورمونونو د زيادښت له امله دي، نو د نس د چاغوالى لامل کېږي. نو، د تخمدانونو په ټنبلۍ اخته مېرمنو اندام ناک ته ورته نه وي، بلکه د مڼې په ډول وي.

د نس وازده د وازدې د خطرناکه ډولونو څخه ده. د نس وازدې د زړه-عروقي او نورو ناروغيو باندې د اخته کېدلو ګواښ زياتوي.

د تخمدانونو د ټنبلۍ له امله د وزن د زیاتوالي خطرونه څه دي؟

له علت پرته، د ورن زياتوالى د شخص روغتيا ګواښي. د تخمدانونو په ټنبلۍ اخته مېرمنې د لاندې ناروغيو سره مخ کېدونکي دي:

  • د ټايپ ٢ ډيابټ/ شکر
  • د وينې غوړ/ کلسټرول
  • د وينې لوړ فشار
  • په هوب کې ساه لنډي
  • شنډتوب / عقامت
  • د اندومټر سرطان

ډېرى پورتنۍ ناروغۍ د زړه د ناروغۍ سبب هم کېداى شي.
کارپوهان په دې باور دي چې د وزن زياتېدل پخپله هم د تخمدانونو د ټنبلۍ د تحريک سبب کېږي لکه د مياشتني عادت ګډوډي او د مخ بخارونه.

څه بايد وکړو؟

د وزن کمول نه يوازې دا چې په ډېرى ناروغيو د اخته کېدو خطر کموي، بلکې تاسې ته ښه احساس هم بښي. که د تخمدانونو په ټنبلۍ اخته ياست، د بدن ١٠% وزن کمول هم، ستاسې مياشتنۍ ناروغي عادي حالت ته راګرځوي. همدارنګه د تخمدانونو د ټنبلۍ ځينې نورې نښې هم راټيټوي.

د وزن کمښت کولاى شي د انسولين پر وړاندې مقاومت ته ښه‌والى وبښي. نو په پاى کې د شکر، زړه او نورو ناروغيو جانبي عوارض راکم کړي.
د وزن د کمښت لپاره، حتما روغتياپال ته مراجعه وکړٸ. روغتياپال مو وزن اندازه کوي او ستاسې د ملا او بدن د چاغښت کچه څېړي. دا اندازه د BMI په نامه يادېږي، او د وزن(کيلو ګرام) پر قد د ٢ په توان( مټر) نسبت دى.
په لوړه کچه فيبر لرونکي او لږ قند لرونکى خوړنيز رژيم وټاکٸ. مېوې، ترکاري او بشپړې غلې دانې په خپلو خوړو کې ځاى پر ځاى کړٸ. د خوږو او سره شويو خوړو څخه ډډه وکړٸ، چې د وينې د کلسټرول کچه مو کنټرول شي. که ځانګړي خوړنيز رژيم ته اړتيا لرٸ نو د خوړو د يوه متخصص روغتياپال سره مشوره وکړٸ.
د ورځې د درې وخته ډوډۍ خوړلو پر ځاى شپږ وخته خواړه خوړل، ستاسې د وينې قند کنټرولوي. لږ تر لږه د ورځې دېرش دقيقې بدنې/ فزيکي فعاليت ولرٸ. د وينې فشار او وينې غوړ مو کنټرول وساتٸ. که سګرېټ څکوٸ، نو د معتادينو د درملنې روغتون ته لاړ شٸ.

پایله

د تخمدانونو ټنبلي په ښځينه‌وو کې يوه عامه هورموني ګډوډي ده چې د وزن د زياتېدو، شکر او ډېرى نورو ناروغيو سبب کېږي. د درملنې لپاره روغتياپال ته مراجعه وکړٸ، ترڅو مناسبه درملنه تاسې ته دروښيي. د سالم خوړنيز رژيم درلودل او منظم فزيکي فعاليت هم د تخمدانونو د ټنبلۍ او چاغۍ درملنه کې مرسته کوي.

 

وروستي مطالب