خواړه روغه سټه

د مڼې د اوبو ګټې؛ څیړنې وايي د انسان د هوښيارتیا لامل کیږي

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

مڼه یو له هغه میوو څخه ده چې بدن ته بې شمیره ګټې لري، او ډاکټران د مڼې په خوړولو ډیر ټینګار کوي. همداراز روغتیا پالان په دې باوري دي چې د مڼې اوبه یا جوس هم د مڼې په څیر د روغ صحت لپاره پوره ګټه لري.

څیړنو ثابته کړې؛ هغه ګټور مواد چې د مڼې په اوبو کې دي انسان له مغزي سکتې، د زړه حملې همدارنګه له سرطان نارغیو ژغوري.

دغه راز د مڼوو په اوبو کې د فنولیکس په نوم انټي اکسیډان شتون لري چې دا مواد د مڼې رنګ او اوبو ته ځانګړی خوند ورکوي. دا چې د مڼې اوبه د کومو ناروغیو لپاره ګټور دي په دې لیکنه کې به خبر شئ:

۱- د مڼې اوبه د مختلفو ویټامینونو لرونکي دي کوم چې د بدن اړتیا پوره کوي او له مختلفو ناروغیو یې ژغوري.

۲- که چیرې د مڼې اوبه ډیرې وڅښل شي، نو د اضافي وزن د کمیدو سبب کیږي، نو هغه خلک چې غواړي وزن کم کړي ورته په کار ده چې د مڼو له اوبو ډیره استفاده وکړي.

۳- څیړو ښودلې چې د مڼې اوبه مغزي حجرې قوي کوي او په نتیجه کې د انسان د هوښیارتیا لامل کیږي.

۴-په مڼو اوبو کې د انټي اکسیډان د شتون له امله په وینې کې د کلسټرول کچه ټیټه وي. هغه خلک د وینې لوړ کلسترول لري په ورځني خوراکي لیست کې د مڼې جوس ته هم ځای ورکړي.

د مڼو طبعي اوبه که مصنوعي یا بازاري جوس:
پورتنیو ګټو ته په کتو کوښښ وکړئ چې په کور کې د مڼو طبعي اوبه یا جوس جوړ کړئ، د میوو هغه اوبه چې په ښار کې پلورل کیږي ترې ډده وکړئ، ځکه دا اوبه د ډیرو قندي موادو نه ډک وي، چې نورو ناروغیو سربیره د په وینه کې د کلسټرول کچه لوړه وی همداراز وزن هم ډیروي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران