څېړنه: افغان جګړې د ۱۴۱ زره خلکو ژوند اخیستی

د دوو امریکایي پوهنتونونو له لوري په یوه ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ۱۴۱ زره کسان وژل شوي دي.

څیړنه کې ویل شوي چې تر ننه پورې دغه جګړه امریکا ته په ۲.۲۶ ټریلیونه ډالر تمامه شوې ده.

دا پروژه چې د برون پوهنتون د واټسن انسټیټیوټ او د باسټن پوهنتون د پېرډي مرکز له خوا ترسره شوې ده پکې راغلي چې په وژل شویو کې ۷۱ زره او ۳۴۴ ملکي وګړي، ۲ زره او ۴۴۲ امریکایي سرتېري، ۷۸ زره او ۳۱۴ افغان امنیتي ځواکونه او ۸۴ زره او ۱۹۱ وسله وال مخالفین وژل شوی دي.

دا راپور وروسته تر هغه خپرېږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول امریکایي ځواکونه به د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نیټې پورې له افغانستان څخه ووځي.

د یادونې ده چې نن د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، جګړې لا هم د ملکي افغانانو د ژوند لپاره تر ټولو ستر خطر دی او دلته د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیانونه ملکي افغانانو ته اوړي.

ددغه کمیسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ وایي په تېرو ۱۲ کلونو کې جګړو تر ۳۱ زره د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی دی او تر ۶۰ زرو ډېر یې ټپیان کړي دي.

دده په خبره په وژل شوو کې تر څلور زره ډېر ماشومان او د دوه زره په شاوخوا کې مېرمنې شاملې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې د خپل ولس غږ واوري، له جګړو لاس واخلي، دایمي اوربند وکړي او پر ملکي وګړو جوړ کړی ناورین پای ته ورسوي.