مارچ 8, 2021

څو ټکي چې د وضعیت په بدلون کې مو رول لري

Advertisements

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۷- بښنه وغواړئ.
کله چې يو څوک له تاسو ناراضه يا خپه وي، نو ښه په ځير سره يې خبرو ته غوږ کېږدئ او په هېڅ صورت ورسره جبهه ګيري مه کوئ. د يو څو شېبو لپاره مکث وکړئ، موضوع د هغه له ليده وګورئ، څو پوه شئ چې څه احساس لرئ. نو هغه وخت پرته له دې چې د مسئلې جزئياتو ته لاړ شئ، د خپل چلند مسئوليت په غاړه واخلئ او بښنه ترې وغواړئ.
يوه صميمي او ساده بښنه کولی شي چې د يوې غښتلې او دايمي اړيکې په جوړولو کې رغنده رول ولوبوي. همدارنګه پرځای بښنه غوښتل د دې سب ګرځي، څو د نورو په نظر کې سم او انصاف لرونکی شخص وشمېرل شئ.
۲- ځان مو د نورو له نظره وګورئ.
کله ناکله د دې لپاره چې يوه موضوع د نورو له ليده وګورئ، بايد ځان مو د هغه پرځای راولئ، څو د هغه احساس درک کړئ. همدلي؛ د همکارانو، ټولګيوالو او د کورنۍ د غړو ترمنځ د ژورې اړيکې د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.
که خپل ځان مو د نورو پرځای راولئ، نو د ځان سره به مو د چلندونو د تفاوتونو په دليل پوه شئ او وبه شئ کولی چې د نورو د غبرګونونو وړاندوينه وکړئ.
۳- نوي څه ولولئ.
د تل لپاره د مشخصو مجلو، روزنامو لوستل او يا هم ځانګړو چينلونو ليدل مو ستړي کوي او يوازې هغه څه چې غواړئ، ترې خبروي مو.
که د تل لپاره ورزشي مجله لولئ، نو دا ځل يو رومان مطالعه کړئ؛ انټرنېټ کې نوي، تازه او زړه راښکونکي مطالب وپلټئ.
د مالوماتو د لويې زيرمې په لرولو تل له نورو مخکښ واوسئ.
۴- مه پرېږدئ، چې له روښانه فکر څخه مو ناوړه ګټه پورته شي.
انعطاف منونکي واوسئ، خو مه پرېږدئ چې څوک مو له روشن فکرۍ ناوړه ګټه پورته کړي او پرتاسو بشپړ کنټرول ولري، يانې هغه د عامو خلکو په اصطلاح پر تاسو سور شي يا هم ځان جيګ حساب کړي.
۵- پراخه ذهن ولرئ، خو خپل اعتقادات مه هېروئ.
په ژوندانه کې به د ډېرو فرهنګونو، باورونو او ډول ډول تجربو سره مخامخ شئ، خو تل مو بايد هڅه دا وي چې څه درته ارزښت او اهميت لري. بريالي کسان په دې پوهېږي چې څه سره مينه لري، څه غواړي او څه د هغوی لپاره مناسب دي.
د تل لپاره د ژوندانه له مختلفو اړخونو سره ځان بلد کړئ، څو په موجوده نړۍ کې د نورو ارزښتونو او د فکرونو په ډولونو پوه شئ، خو هېڅکله بايد نورو ته د ګرانښت لپاره خپل باورونه او موخې هېرې نه کړئ.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ