ټولنیز ژوند

څو شیبې د یوه ځوانیمرګ له پلار سره

لیکنه: نعمان دوست

ټوله لاره را سره همدا سودا وه چې لومړۍ جمله به مې څه وي؟ څنګه یې پیل کړم؟ ایا خپله جمله به تمامه کړای شم او که نه؟ شاوخوا لس کیلومتره لاره مې ووهله؛ خو خپلو پوښتنو ته مې ځواب ونشو موندلی.

د انګړ مخې ته خلک راغونډ وو. جوپه جوپه نور کسان هم راتلل. هوجرې ته رهنمايي شوم. پر توشکو خلک ناست وو. ټولو پر مخامخ سپین ږیري سترګې ګنډلې وې. زما په لیدلو سمدلاسه را پورته شو، کوښښ یې کاوه ځان عادي ونیسي. غوښتل یې د تیر په څیر موسک شي؛ خو دې تمثیل کې پاتې راغی. له سترګو یې د هغه اور لمبې راوتلې چې په زړه کې یې بل و. یوه شیبه یې سینې پورې جوخت نیولی وم، ما یې د زړه ضربان حس کاوه. ما یې په رګونو کې د ځغلیدونکي اور تودوخه حس کوله او…

کیسه یې را پیل کړه. خو ما یې د اوریدو تاب نه درلود. ما ویل که هر څه په خپلو سترګو وینم. ما لیده چې د یو چا د هیلو څلی نړيږي او ما لیده چې هغه دنګ چنار څنګه یو ناڅاپه را قات شو او چپه شو. هغه چنار چې یو چا یې د پاللو لپاره کلونه کلونه زحمت ګاللی و او غوښتل یې د ژوند پاتې شیبې یې تر سیوري لاندې تیرې کړي؛ خو داسې ونشول. دلته یو وحشي توپان چلیږي. له کلونو راهیسې چلیږي. د ارزوګانو چینارونه ماتوي، د ارمانونو څلي ړنګوي او…

د زوی خاطرې
هغه غوښتل د خپل ځوانیمرګ زوی ځینې کیسې په تفصیل بیان کړي. کیسه به یې پیل کړه، لږ به موسک شو. لکه ماضي ته چې ستون شوی وي. لکه ښایسته زوی چې یې رک روغ وي او.. خو ژر به هوش ته راغی او نکل به یې نیمګړی پاتې شو.

هغه ویل:
همدې هوجره کې ویده کیده. خو زه به آن تر سبا نارامه وم. په اندیښنه کې به وم. ما ویل هسې نه… زه څه خبر وم، چې زوی به مې راته په رڼا ورځ، په منځ ښار کې…

بله کیسه یې را واخیسته:
کشری زوی مې و. په مینه مې وروزه. په ناز مې لوی کړ ، ما ویل….
خارج ته روان و. اجازه مې ورنکړه. ما ویل همدلته پاتې شه. خپلو خلکو ته کار وکړه. وطن ته کار وکړه. د خارج سفرونه سخت دي. لارې خطرناکې دي… زه څه خبر وم چې دی به په خپل وطن کې په خطرناکه لاره ګامونه اخلي. پر داسې لاره چې لاروي یې بیرته هیڅ نه راګرځي. زه څه خبر وم چې دلته د کار خلک قتلیږي او…
هغه، شیبه غلی و. بیا یې نکل را واخیست: زوی ته مې خدای ښایسته ځواني ورکړې وه؛ خو ځواني یې لولپه شوه.

د ځوانیمرګ پلار د هغو شیبو کیسې کولې چې د مستوفیت په ودانۍ کې اور بل و. لوګي او لمبې ترې یو ځای راپورته کیدې او دی د خپل زوی په انتظار ولاړ و.

د ننګرهار مستوفیت، د تیرې یکشنبې ورځ، د جګړې مهال

د ابراهیم خلیل الله نکل را یاد شو: شاوخوا خلک راټول وو. مخامخ اور ته یې کتل. هغه اور ته چې د خدای خلیل یې پکې ایسار کړی و. خو هغه بختور و، غم زموږ دی چې له کابو نیمې پیړۍ راهیسې سوزوو خو دا اور هیڅکله پر موږ (بَرْداً وَ سَلاماً) نشو.

د شورویانو د وخت بمبار را یاد شو: زموږ کورونو اور اخیستی و. کورونو کې د کوترو ځالې وې. کوترې صحرا کې وې چې راغلې، له بچیو ډکو ځالو یې لمبې کولې او دوی ورته حیرانې حیرانې کتلې.

د غجمن پلار وروستۍ هیله
هغه فکر په ځای کړ: نه، زه یوازې نه یم. دا د هر کور کیسه ده. له نیمې پیړۍ راهیسې وژل کیږو. هر ځوان همداسې پلار لري، وروڼه لري، مور لري، خویندې لري او… هره ورځ په ګڼو کورونو کې همدا حال دی.

کاش، زما د زوی پیښه وروستۍ شي. کاش بیا سپین ږیری پلار او سپین سرې مور د خپل اولاد داغ ونه ویني …
نور خاموش شو. لکه هغه ته چې خپلې دا هیلې هسې هوايي ښکاره شوي وي. رښتیا هم، دا هیلې هوايي دي. چیرته چې جګړه وي. چیرته چې د جګړې میینان وي. چیرته چې د انسان وینه خپل ارزښت بایلې او… هلته به هره ورځ همدا حال وي. هره ورځ به یو پلار د خپل ځوان زوی په وژل کیدا لکه اره شوی چنار په ملا را قاتیږي. د یوې مور کمزوری زړه به اور اخلي. د یوې خور سترګو کې به اوښکې ځالې کوي او یو ورور به د خپل مټ د غوڅیدو غږ اوري.

عجیبه تصادف:
لکه دا مشر چې له خپلې راتلونکې خبر و. لکه شپږم حس چې ور ته د بد زیري اشارې کولې. مشر، د زوی له شهادته پنځه ورځې وړاندې د لغمان د ځوانیمرګ شاعر حیران دا بیت پوسټ کړی و:

زه چې ژړیږم اشنا هم ژاړي
ټوله دنیا زما په غم ژاړي
رښتیا،
ما لیده چې د صداقت صیب زړه چیغې وهلې او شاوخوا راټولو خلکو ور سره په اوښکو بدرګه کولې.

ښاغلی صداقت صیب،
ستا دردونه مې حس کړل. ستا سوخت مې حس کړ. ستا پریشاني مې حس کړه؛ خو په راکمولو کې یې هیڅ نشم کولای.

دروند مشره،
ستا حوصلې او زغم ته دوه لاسي سلام چې په داسې حال کې هم درسره د نورو ځوانانو غم و او ویل دې: کاش، زما زوی اخري وي، بل هیڅ ځوان ځوانیمرګ نشي او بل هیڅ پلار په ملا مات نشي.

نوټ:
د روانې میاشتې په ۲۳مه، د ننګرهار د مستوفیت پر ودانۍ ډلییز برید وشو چې په پایله کې لس کسان شهیدان او شاوخوا څلویښت نور ټپیان شول. په شهیدانو کې د استاد عبدالله صداقت نیازي ځوان او تحصیل یافته زوی خالد نیازی هم شامل و.

د نن مازدیګر یادښت
محمد نعمان دوست، د غويي ۲۶مه، ۱۳۹۷

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.