ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمر ليګ په ۵۳مه لوبه کي ډهلي د راجستان څخه لوبه وګټل او په ۵۴مه لوبه کي بنګلور د حيدر اباد څخه لوبه وګټله.
اوس پوښتنه داده چي کومه لوبډله به د څلورمي لوبډلي په حيث کوليفایر کيږي؟
حيدر اباد،کلکته،پنجاب،راجستان او که بنګلور دويم پړاو ته د تلو چانس لري؟
چينای،ډهلي او ممبی لا له وړاندي دويم پړاو ته لاره پيدا کړې او يوازي يوه لوبډله پاته ده چي څلور غورو ته به لار پيدا کوي.
د بنګلور تګ دويم پړاو ته په صفر کي دی،نور يې د مخته تګ چانس نسته،همدارنګه راجستان هم پرون د ډهلي څخه ماته وخوړه او دويم پړاو ته نسي تلای،او پنجاب خو بيخي د جدول په پای کي ځای لري.
د کلکتې، چينای، ممبی او پنجاب د لومړي پړاو يوه يوه لوبه پاته ده چي نن سره مخ کيږي.
اوس به کلکته دويم پړاو ته د تګ زور ازمايي او حيدر اباد به د کلکتې د بايللو لپاره دعاوي کوي.
که چيري تيره شپه حيدر اباد د بنګلور څخه لوبه ګټلې وای نو مستقيماً دويم پړاو ته تله،خو لوبه يې بايلوله.
اوس د کلکتې او حيدراباد نومرې سره مساوي دي خو حيدر اباد بيا په نيټ ريټ کي تر کلکتې لوړه ده.
له بلي خوا د کلکتې يوه لوبه پاته ده او حيدر اباد بله لوبه نلري.
که نن ماښام کلکته د ډهلي څخه ماته وخوري نو حيدر اباد به د کلکتې د ماتي څخه په استفادې دويم پړاو ته ځي، او که چيري کلکته لوبه وګټي نو بيا د حيدر اباد د مخته تلو هيڅ چانس نسته.، او کلکته به څلور غورو ته ځي.
سنرايزر حيدر اباد په ۱۴ لوبو کي ۱۲ نومرې او ۰.۵۷۷ نيټ ريټ لري،کلکته بيا په ۱۳ لوبو کي ۱۲ نومرې لري او ۰.۱۷۳ نيټ ريټ لري.
هيره دي نه وي چي نن ماسپښين ۰۳:۰۰ بجې د پنجاب او چينای لوبه ده، همدارنګه ماښام ۰۷:۰۰ بجې د کلکتې او ممبی لوبه ده.