څه ډول له ډېر زړه بد والي سره سره، بیا هم مقابل کس وبښو!

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ژوند ملګری چې ژمن نه وي، مور او پلار چې په وړکتوب کې یې له تمې سره تاسو غوښتنو ته رسیدګی نه وي کړې او ګڼ نور کسان چې په ژوند کې یې دردولي وی، دغه څه کله کله ستاسو په وجود کې دومره ژور ټپ رامنځ ته کوي چې له ځان سره وایاست: «هېڅکله یې هم نه بښم.»، «ځینې کسان هېڅ د بښلو ارزښت نه لري.»، « ځینې پېښې هېڅ د بښلو نه دي.» خو له بلې خوا مذهبي مشران او اروا پوهان وایي، چې بښنه کول مو د وجدان له عذابه ژغوري او فشارونه مو له منځه وړي چې دغه څه روغتیايي او رواني مسایلو لپاره حیاتي ارزښت لري. کله چې دا خبرې واورو له ځان سره وایو: « ویې بښم که نه؟» څه ډول هغه وخت چې دغه څه هېڅ امکان ونه لري، بیا یې هم وبښو؟

یو اروا پوه وایي، څلور کاله مخکې مې د “خاوند او مېرمنې تر منځ د بښنې” تر عنوان لاندې یو علمي سمينار وړاندې کاوه، په تالار کې ناستو کسانو زما د چمتو کړي سمینار په اړه بېلابېلې څرګندونې کولې. د دوی له منځه یوه راته وویل: «څه دې چې په سیمینار کې وړاندې کړل، ډېر په زړه پورې وو، خو زما په اند هر څوک هم د دې لیاقت نه لري چې باید وبښل شي، تر کومه به ورته بښنه کوو؟.»

کېدای شي ډېر داسې کسان پیدا شي چې په دې اند وي. دوی فکر کوي هغه کسان چې یو ځل تېروتنه کوي او یا ستاسو په اړه بد فکر کوي باید وبښل شي، خو که دغه کړنه دوام وکړي نو بیا څوک د بښلو وړ نه دي.

پوره دوه کاله وروسته مې هماغه کس ولید، په تندي کې یې خوښي له ورایه ښکارېده، راته ویل یې: «د بښنې په اړه اوس زما فکر بدل شوی؛ ځکه ما د بښنې خوند ولید او له دې وروسته نه غواړم بښنه له بل څه سره معامله کړم.»

بې له شکه په تاسو به هم ډېر کله داسې وخت راغلی وي چې له یوه چا څخه مو ضرر لیدلی وي او يا مو هم خوا ترې بده شوې وي. ډېری کسان دې ډول وړو خبرو ته ارزښت نه ورکوي او بابېزه یې بولي، خو داسې کسان هم شته چې دغه ډول کارونه یا خبرې یې په ذهن کې بیا بیا راګرځي، په دې ډول سره په خپل ذهن کې منفي زېګنالونه خپروي او خوابدي یې یو پر دوه کيږي. دوی تل په دې اړه فکر کوي چې مقابل کس یې په حق کې ډېره ستره جفا کړې ده، په دې ډول یې له هغه څخه زړه سوړ شي او په اړه یې منفي فکرونه کوي، دا کړنه د دې سبب ګرځي چې خپله رواني ارامتیا له لاسه ورکړي.

راځئ دلته د کور یوه مېرمنه بېلګه وګرځوو:
یوه شپه یې خاوند له کارځایه ناوخته راځي، څه فکر کوي چې مېرمنه به یې له دې پېښې سره څه ډول چلند وکړي؟

۱- ایا فکر کوې چې دا یوه وړه خبره ده، کېدای شي کار یې اوږد شوی او ناوخته کور ته تللی وي.

۲- یا هم کېدای شي فکر وکړي چې ماشومان يې تر اوسه وږي ناست دي او خاوند یي دومره بېغوره دی چې د دوی په اړه فکر نه کوي.

د بېلګې په ډول، دویم فکر کوي:
په ذهن کې د دې ډول خبرو تکرار مېرمن له بل ډول حالت سره مخ کوي، همدا چې خاوند یې په دروازه ور ننوځي، مېرمن یې په غوسه پاروونکو خبرو ښه راغلاست کوي، دا چې خاوند یې ټوله ورځ کار کړی او ستړی دی، د خپلې مېرمنې په پرتله دوه برابره ډېر غوسه کوي او بالاخره یې کور پر دوزخ بدلېږي.

او یا دا چې مېرمن یې په پوره دقت سره پر دې فکر کوي چې هر څه باید نورمال مخ ته ولاړ شي، د بېلګې په ډول فکر کوي، خاوند یې له دې کبله چې کارونه یې زیات دي، ناوخته کور ته تللی، په کارونو کې دومره بوخت شوی چې ان نه دی توانېدلی د ناوخته ورتګ په اړه خبر هم ورکړي. کله چې خاوند کور ته ورځي په ډېره نرمه لهجه ورته وایي: خيريت و، نن ناوخته راغلې؟

دغه ډول خبرې په خاوند کې د مثبتې انرژۍ د تولید سبب ګرځي او په ډېره ښه او خوږه لهجه ورته ځواب ورکوي:

نن مې کارونه یو څه زیات وو او ومې نه شو کولای چې پر خپل وخت کور ته راشم.
خبره روښانه ده، خاوند ناوخته کړې ده او کورنۍ ته یې هم د ناوخته ورتلو خبر نه دی ورکړی، کېدای شي هغه وبښل شي چې دغه کار تر ټولو خوندور دی.

څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې بښنه کوي له هره اړخه سالم دي؛ جالبه ده چې پوه شی، هغه کسان چې بښنه کوي، ډېر کم د زړه پر ناروغیو اخته کيږي، کم خپه کيږي او له رواني اړخه ډېر ارام ښکاري.

خو داسې ولې؟ ځکه زموږ په کلتور کې هم دا څه شته چې وایي، هغه خوند چې په بښنه کې دی په غچ کې نشته. باید تجربه وکړئ چې په دې خوند پوه شئ.

هر څوک کېدای شي یوه ورځ تېروتنه وکړي؛ لکه، خپل ځان ته مو پام وکړئ؛ فکر وکړئ تېروتنه مو کړې ده او له مقابل کس څخه یې د بښنې تمه لری. بښنه په شخص کې هیجاني او عاطفي حالت پیدا کوي، عاطفه غوسه له منځه وړي. غوسه د انسان مثبته انرژي له منځه وړي او کېدای شي کله ناکله خو يې د تباهۍ سبب هم شي.

کېدای شي تر اوسه مو د ډېرو بدو پېښو لکه وهلو – ډبولو او يا قتل خبرونه اورېدلي وي. پوهېږی؟ قتل ډېر کله د ډېرې غوسې پايله وي. اوس فکر وکړئ چې که د خاوند او مېرمنې تر منځ هم بښنه نه وي او ژوند يې له خپګان او غوسې ډک وي، برخليک به يې څه وي.

اوس پوښتنه دا ده چې په کورني ژوند کې بايد څومره بښنه او ګذشت وي؟
ځواب اسانه دی، ډېر زیات، بښنه هېڅ اندازه نه لري او باید ویې هم نه لري. تاسو پر دې پوه یاست چې الله پاک تر ټولو لوی بښونکی دی. موږ ټول په همدې هیله شپې او ورځې تېروو چې خدای پاک به د کړو ګناهونو بښنه راته وکړي، ځکه په دې عقيده لرو چې الله پاک بښونکی دی او ضرور به مو بښي.
زموږ سپارښتنه دا ده چې بښنه او رحماني ژوند وکړئ.

فېلېپ مک ګرا په دې اړه سپارښتنه کړې ده: «له هغې ځورونې چې نورو پر تاسو تحمیل کړې، ځان خلاص کړئ؛ که نه همدا غوسه به ستاسو خپل وجود وخوري او د ژوند په یوې برخې به مو تبدیله شي. د غوسې له زندانه تېښته یوازې په بښنې سره کېدای شي.