څه ډول د ځان او شاوخوا خلکو منفي خويونه له منځه يوسو؟

خداى تعالى انسان اشرف المخلوقات پيدا کړى، او ورباندې يې د عقل پيرزوينه کړې، خو شته داسې کسان، چې ځان ورته جامع الکمالات ښکاري، او هېڅ ډول نيمګړتيا په ځان کې نه ګوري، يا هم ورته پاملرنه نه کوي، او بابيزه يې نيسي.
د ټولنې د مروجو او اسلامي اخلاقو خلاف کړنې ترسره کوي.
راځي په ننني مطلب کې دا ولولئ، چې که د دا ډول خلکو سره مخ شو، نو څنګه يې بدلولاى شو؟
ارواهپوهان وايي هغه کسان چې د ځان پرته ورته د چا شخصيت د درناوي وړ نه دى، کولاى شئ، چې د نورو خلکو په يادولو او مثال راوړلو سره هغوي دې منفي ټکي ته متوجې کړئ.
خو دې کار مو پايله ور نه کړه، نو بيا ورسره د خپل ځان په څېر چلند وکړئ، لکه څنګه چې يې نوموړى شخص له تاسو سره لري.
په دې کار سره به تاسو له لږ ځنډ  وروسته د مقابل کس د چلند د بدلون شاهدان اوسئ، ځکه انسان طبعیتا داسې پيدا شوى، چې که د خپل ځان په څېر دې ورسره چلند وکړ، نو دا چاره ورته ګرانه تمامېږي، نو ژر ده چې په خپل خوى کې به بدلون راولي.