څنګه ارزانه سیل او سیاحت کولی شو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي
په سفر تلل او له بېلا بېلو ځایونو څخه لیدنه د انسان په تجربو کې زیاتوالی راولي او په هر اړخیزه توګه یې فکر ژور بدلون مومي. ځکه سفر کول ددې لامل کېږي، چې تاسو نوي ځایونه وګورئ، له نویو خلکو سره وپېژنئ او اړیکه ور سره ټینګه کړئ، فکر مو بدل کړئ او خپل ورځني تکراري ژوند یو څه بدل کړئ. دغه څه په ژوند کې ډېر مهم دي. خو څه وکړو چې هم نورو ځایونو ته سفر وکړو او هم راته ارزانه پرېوځي. کېدای شي کله چې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو عکسونه ګورئ، چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفر کوي او له ژوند څخه خوند اخلي، فکر کوئ دوی ټول بډای خلک دي؟ نه! دوی ټول شتمن نه دي. ځینو یې خپل فکر په کار اچولی او داسې ځایونو او کارونو ته یې لومړیتوب ورکړی دی، چې سفر کول ورته ارزانه تمام شي.
۱- له تخفیف لرونکو او وړیا ورځو ګټه واخلئ
هغه فکر چې تل تاسو ته ګټه رسوي. له داسې سوداګریزو مرکزونو څخه لیدنه وکړئ چې په ځینو ځانګړو ورځو کې تخفیف په کې اعلانېږي او یا له داسې ځایونو څخه لیدنه چې سیل یې لګښت نه لري. هڅه وکړئ سفر مو داسې تنظیم کړئ، چې په هغه هېواد کې دغه ډول ورځې له لاسه ورنه کړئ. دغه معلومات کولی شئ له اړوند وېب پاڼو په لاس راوړئ.
۲- د هغه ځای له اوسېدونکو سره په اړیکه کې شئ
هغه هېواد ته چې تاسو غواړئ سفر ورته وکړئ کولی شئ دوستان او ملګري په کې پیداکړئ، ځکه له هغوی سره درته اوسېدل ارزانه تمامېږي او کول شئ هغه پیسې چې تاسو بیې باید په هوټل کې ورکړئ، په نورو د خوښې وړ کارونو باندې ولګوئ.
۳- په لږو ځایونو کې ډېر وخت تېر کړئ
د دې پر ځای چې په دوو اونیو کې ټوله اروپا وګورئ، ښه ده چې یو څه زیات وخت په یوه ځانګړي ځای کې تېر کړئ او له هرې برخې یې ښه خوند واخلئ. په الوتکو، ګاډیو او یا هم بس موټرونو کې سفر کول کېدای شي ګران درته پرېوځي او جېب مو ژر خالي شي، نو ښه ده چې په یوه ځای کې ډېر وخت تېر کړئ او له هغه سیمو یې خوند واخلئ چې لیدل یې وړیا دي او یا هم لږ لګښت غواړي.
۴- د الوت ټکټونه په مناسب وخت او یا هم له سفره وړاندې واخلئ
که وتوانېږئ چې سفر مو داسې تنظیم کړئ، چې په هغه وخت کې د الوتکې پرازونه ارزانه وي او یا هم یوه میاشت مخکې له حرکت څخه واخلئ، نو ډېرې پیسې په مو سپما کړې وي. کولی شئ دغه بیې د ټکټ د خرڅلاو په انلاین پلورنځیو کې سره پرتله کړئ. او یا داسې پرواز وي چې ارزانه وي، ځینې الوتکې د شپې ناوخته حرکت کوي او یا دا چې یوه ځای ته له بېلا بېلو لارو په څو الوتکو کې ځي، نو نرخونه یې تر ډېره کم وي.
۵- ټکټونه په مستقیم ډول له هوایي شرکتونو وپېرئ
له هغه وروسته چې د ټکټونو په اړه مو انلاین معلومات تر لاسه کړل، د هوایي شرکتونو د انلاین ټکټ خرڅلاو مرکزونو ته ورشئ او په مستقیم ډول ترې ټکټ واخلئ، ځکه هغه شرکتونو چې د پرواز ټکټونه پلوري، ارو مرو یې بیې له اصلي ځای څخه لوړې وي.
۶- په هوټل کې له یوې شپې زیات پاتې شئ
ډېری هوټلونه د هغه کسانو لپاره چې له یوې شپې ډېر په هوټل کې پاتې کېږي، د مسافرو لپاره ښه تخفیفونه په پام کې لري. په دې اړه هم کولی شئ، بیې په وېب پاڼو کې سره پرتله کړئ او له هغه وروسته ګام پورته کړئ.
۷- له هوټلونو سره مخامخ په اړیکه کې شئ
ډېر کله په وروستۍ اړیکه هم د هوټل څښتنان مسافرو ته تخفیف ورکوي. دوی هېڅ کله هم نه غواړي چې یوه کوټه یې هم تشه پاتې شي.
۸- کور یا اپارتمان کرایه کړئ

هغه کسان چې له ټولې کورنۍ سره یو ځای په سفر ځي او تر ډېره یې بیا پخلنځي ته هم اړتیا پیدا کېږي، نو ښه خبره دا ده چې د ځان لپاره کور یا اپارتمان کرایه کړي. په دې ډول به مو ډېرې پیسې سپما کړې وي.
۹- د سیل او چکر له ځایه لرې خواړه وخورئ
دا په ټوله نړۍ کې دود دی په هغو ځایونو کې خوراکي توکي ډېر ګران دي، کوم چې د سیل او چکر لپاره نېږدې دي. ښه خبره داده چې له دې ځایونو یو یا دوه کوڅې هاخوا ولاړ شئ او د خپلې خوښې وړ خواړه په ارزانه بیه وخورئ. که مو د ځان لپاره اپارتمان نیولی وي نو ښه ده چې خواړه خپله پاخه کړئ او یا یې له ښاره در سره یوسئ.
۱۰ بانکي کارت مو مه در سره وړئ
سفر ته په کتو ټاکلې اندازه پیسې در سره یوسئ. د پېر پر وخت چنې ارو مرو وهئ، ځکه چنې وهل لکه د افغانستان په څېر په ډېری هېوادونو کې دود دی. که تاسو له ځان سره بانکي کارت یوسئ، کېدای شي ډېر داسې شیان مو خوښ شي چې ورته اړتیا نه لرئ، نو که مو کارت در سره وي، کېدای شي ورته ټینګ نه شئ. ځکه کله چې په فیزیکي ډول یو څوک پیسې مصرفوي زړه یې پرې سوزي، خو د بانکي کارت له لارې د شیانو اخیستل ورته هسې خیالي کار ښکاري، چې کېدای شي بیا وروسته پرې پېښمانه شي.

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ