څه وکړو ترڅو خواښې مو په ګډ ژوند کې لاسوهنه ونه کړي؟

افغانستان هغه هېواد دی چې ډېری کورنۍ پکې ګډ ژوند لري او وګړي یې ان تر واده وروسته هم اړ دي چې ګډ ژوند مخ ته يوسي. ګډ ژوند د کورنیو پر ټولو غړو په ځانګړي ډول د کورنۍ پر نوې ناوې ډېرې اغیزې لري، ځکه هغې د خپل پلار کور پریښی وي او تر واده وروسته اړ ده چې د خپل خاوند له کورنۍ سره ژوند وکړي‌. يوه ناوې د خپل خاوند له کورنۍ سره بېلابېلې اړيکې لرلای شي خو يواځينۍ اړيکه چې د هغې لپاره تل پکې حساسیتونه وي هغه د هغې او د هغې د خواښې ترمنځ اړيکه ده. د يوې نوې ناوې په ګډ ژوند کې د هغې د خواښې لاسوهنه هغې ته ډېری ستونزې زېږولای شي خو که چېرې يوه ناوې هوښیاره وي او د خپلې خواښې زړه لاسته راوړي خواښې به یې هېڅکله جرأت ونه کړي چې د هغې په ژوند کې لاسوهنه وکړي. تاسو ته به دا پوښتنه پيدا شوې وي چې څه ډول د خپلې خواښې زړه لاسته راوړئ، تر څو هغه ستاسو په ګډ ژوند کې بې‌ځایه لاسوهنه ونه کړي؟ اندېښنه مه کوئ! په نننۍ لیکنه کې تاسو ته ځینې لارې چارې درښیم، چې په ترسره کولو یې کولای شئ چې د خپلې خواښې زړه لاس ته راوړئ او دې ته یې پرې نه ږدئ چې ستاسو ګډ ژوند کې بې‌ځایه لاسوهنه وکړي او ستاسو ژوند کې ستونزې پيدا کړي.

لومړی_ خپل خاوند ګرم مه ګڼئ!

که چېرې ستاسو خواښې ستاسو په ګډ ژوند کې بې‌ځایه لاسوهنه کوي هېڅکله خپل خاوند ګرم مه ګڼئ! که تاسو د خپلې خواښې تېروتنې د خپل خاوند په غاړه واچوئ، ستاسو او ستاسو د خاوند ترمنځ په ډېرې لویې ستونزې پيدا شي او له هغه سره به مو اړيکې خرابې شي. ځکه ډېری وخت ستاسو خاوند نه شي کولای چې ستاسو او خپلې مور ترمنځ پرېکړه وکړي، ځکه د هغه پرېکړه دواړه لوري ځورولای او يا د خپګان د رامنځته کېدو لامل کېدلای شي. دا سمه ده چې د کور لویې او نه هوارېدونکې ستونزې باید له خپل خاوند سره شريکې کړئ او په هوارېدو کې یې له هغه نه مرسته وغواړئ خو اړتيا نه شته چې د کور هره وړه خبره او ستونزه ورته ووايئ او هغه ګرم کړئ. هڅه وکړئ چې د امکان تر حده د کور ستونزې خپله حل کړئ او که چېرې لویه ستونزه وه او په دې نه توانېدئ چې خپله ستونزه مو خپله حل کړئ، بیا مو له خاوند نه د ستونزو د هوارېدو لپاره مرسته وغواړئ او هڅه وکړئ چې په ګډه خپلې ستونزې له منځه یوسئ او په دې توګه له خوښيو ډک ژوند ولرئ.

دویم_ خپله خواښې د هغې له ځانګړنو سره ومنئ!

تاسو نه شئ کولای چې تر واده وروسته د خپل خاوند د کورنۍ د غړو خويونه بدل کړئ او هغوی دې ته اړه کړئ، څنګه چې تاسو غواړئ هغسې درسره وچلېږي. نو هڅه وکړئ چې د خپل خاوند د کورنۍ ټول غړي په ځانګړي ډول خپله خواښې هر رقم چې ده ومنئ. که څه هم ستاسو خواښې به له تاسو سره ناوړه او بد چلند کوي خو لږترلږه د خپل خاوند د زړه د لاسته راوړلو لپاره او د دې لپاره چې له خوښۍ او هوساينې ډک ژوند ولرئ بېرته له هغې سره سمه رويه وکړئ او زړه یې لاسته راوړئ! هغه مه پرېږدئ چې له تاسو سره خپه و اوسي، د هغې هره مشروع خبره او غوښتنه ومنئ او ژبه ورسره مه کوئ! کله کله هڅه وکړئ چې د هغې د وړو تېروتنو نه تېر شئ او په دغو وړو خبرو خپل ژوند مه خرابوئ!

درېیم_ ورنه لرې و اوسئ!

که چېرې ستاسو خواښې ستاسو په ګډ ژوند کې بې‌ځایه لاسوهنه کوله نو هڅه وکړئ چې اړيکې مو ورسره پيکه کړئ او د ورځې په اوږدو کې یې مخ ته ور نه شئ، داسې مه کوئ چې خپلې ټولې اړیکې له منځه یوسئ او هېڅ کار ورسره ونه لرئ، بلکې هڅه وکړئ چې تر يوه حده خپلې اړيکې ورسره پيکه کړئ. ستاسو دغه کړنه د دې لامل کېږي چې هغې ته موقع ور نه کړئ چې ستاسو په ګډ ژوند کې د لاسوهنې لپاره ځان ته کومه موضوع پيدا کړي. په ګډ کور کې د کورنۍ له يوه غړي نه لرې اوسېدل ستونزمن کار دی خو د دې لپاره چې ښه او له خوشالیو ډک ژوند ولرئ لږ ستونزې وزغمئ او پر ځان فشار راوړئ!

څلورم_ له خپل خاوند سره مشوره وکړئ!

هڅه وکړئ چې د خپل ژوند او خپلو کړنو په اړه خپل خاوند ته کيسې وکړئ او هغه په دې پوه کړئ چې تاسو څه ډول شخصیت لرئ او له هغه نه مرسته وغواړئ چې ستاسو د کړنو د ښه‌والي لپاره تاسو ته مشوره درکړي. په دې توګه به ستاسو خاوند تاسو ښه وپېژني او کله چې ستاسو خواښې ستاسو په ګډ ژوند کې لاسوهنه کوي خاوند مو په دې پوه شي چې تاسو رښتيا وايئ او که ستاسو خواښې؟ خاوند مو هغه وخت کولای شي چې له تاسو نه ملاتړ وکړي چې تاسو په پوره توګه وپېژني او پوه شي چې تاسو رښتیني يئ. نو هڅه وکړئ چې د خپلو ټولو خويونو او نیتونو په اړه خپل خاوند ته ووايئ او د هغه اعتماد ترلاسه کړئ په دې توګه به هم د خپل خاوند ملاتړ ترلاسه کړئ او هم به هغه ستاسو په خوا کې د ارامښت احساس کوي ځکه ستاسو دغه کړنه هغه ته ښيي چې مېرمن یې ورته صادقه ده او د خپل ژوند هره خبره ورسره شريکوي.

پينځم_ خپلې خواښې ته درناوی وکړئ!

که چېرې ستاسو خواښې ستاسو په ګډ ژوند کې بې‌ځایه لاسوهنه کوي نو هڅه وکړئ چې د هغې درناوی وکړئ او په ډېر ادب ورسره وغږېږئ. د هرې خبرې ځواب یې په سمه ورکوئ او تل په خپلو خبرو کې ورته نرمې او له مینې ډکې خبرې کاروئ.
دا مه هېروئ چې دغې مېرمنې ستاسو خاوند زېږولی دی، لوی کړی یې دی، تربیه او ستاسو د خاوند د ژوند نورې ټولې چارې یې پرمخ وړي دي. په دې باید پوه شئ چې هغه له تاسو نه مشره ده او د هغې درناوی پر تاسو واجب دی. نو د هغې درناوی وکړئ او هغه هم دې ته اړ کړئ چې ستاسو د ښوو اخلاقو پر وړاندې بېرته له تاسو سره ښه رويه وکړي او هوسا ژوند ولرئ.
په پای کې د دې يادونه اړينه ده چې که خواښې مو ستاسو په ګډ ژوند کې بې‌ځایه لاسوهنه کوله له هغې سره په سمه وغږېږئ او هغه پوه کړئ چې تاسو ورته هېڅ ډول بد نیت نه لرئ او نه غواړئ چې هغه خپه شي. په ژوند کې کله کله ښه وي چې مقابل لوری خپلو تېروتنو ته متوجه کړئ، ځکه کېدای شي هغه په ناپوهۍ کې له تاسو سره بده رويه وکړي. د شونتيا په صورت کې خپلې خواښې ته نږدې شئ او هغې ته ووايئ چې ستاسو د مور په شان درته ارزښت لري او نه غواړئ چې د هغې بې احترامي وکړئ بلکې د هغې او د هغې د زوی د ژوند د جوړلو لپاره راغلې يئ. کېدای شي دغه خبرې مو ستاسو پر خواښې مثبتې اغېزې وکړي او وکولای شئ چې د يو بل په څنګ کې ښه او له خوښيو ډک ژوند ولرئ.

وروستي مطالب