اپریل 11, 2021

څنګه کولی شو چې په خپل نفس اعتماد لوړ کړو؟

Advertisements

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
په خپل نفس د اعتماد د لوړولو لپاره ډېرې لارښوونې شته چې دلته يې ځيني په لنډ ډول تاسو ته وړاندې کوو:
 په الله تعالی باور ولرئ او هيله من واوسئ.
 په خپلو وړتياوو فکر وکړئ او ويې کاروئ.
 د هيله بښوونکو جملو په تکرارولو سره خپله روحيه غښتلې کړئ او نورو ته هم انرژي وروبښئ.
 د قوي هوډ په درلودو سره خپلې موخې ته ځان ورسوئ او د نورو د فکر تقليد مه کوئ.
 له ماتې څخه مه وېرېږئ او هغه د برياليتوب پیلامه وګڼئ.
 د پرمختګ په اړه فکر وکړئ.
 په پرلپسې ډول خپل ځان ته تلقين ورکړئ او ووايئ چې زه يې کولی شم.
 د هرکار د پيل څخه وړاندې ښه او ژور فکر وکړئ.
 په جلسو او غونډو کې په لومړيو ليکو کې کښېنئ.
 د نورو سره د وينا پر مهال، له هغو سره د سترګو اړيکې پياوړې کړئ.
 په لوړ غږ، څرګندې او سپېڅلې خبرې وکړئ.
 د نورو سره د ستړې مشي پر مهال، له هغو سره کلک روغبړ وکړئ.
 په جلسه کې نظر ورکړئ، يوازې اورېدونکی مه پاتې کېږئ.
 موسک واوسئ او په خلاص وچلي د نورو سره مخامخ شئ.
 خپل ځان مو وپېژنئ، د قوت ټکي مو غښتلي کړئ او د ضعف ټکي مو کم کړئ.
 په هر وخت او هر ځای کې په خپلو خبرو او کړنو څارنه وکړئ او ورته متوجه واوسئ.
 په خپلو احساساتو، غوښتنو او عواطفو مو برلاسي واوسئ.
 ځيني منفي عبارتونه او ناهيله کوونکې خبرې مو د وخت په تېرېدو سره له ذهنه وکاږئ. د بېلګې په ډول: پرې يې نښودم – بخت مې نه و – ومې نشو کړی – زما په وس کې نه ده… .
 مخکې له دې چې يو کار پيل کړئ، د هغه په اړه خپل مالومات بشپړ کړئ. مخکينی چمتووالی ستاسو اعتماد لوړوي.
 خپلې ځانګړې وړتياوې وپېژنئ او هغو ته وده ورکړئ.
 پرمختګ يوه اوږدمهاله او تدريجي لړۍ وګڼئ او ګام پر ګام مخکې ولاړ شئ.
 د خپل ځان لومړنی او صميمي ماشوق او هڅوونکی واوسئ.
 په دې باور ولرئ چې د برياليتوب او پرمختګ وړتيا لرئ.
 تل بايد خپل ځان ته يادونه وکړئ، چې بايد د لوی زړه خاوند واوسئ.
 زده کړه وکړئ، د نورو په برياوو خوشحاله شئ او هېڅکله حسادت و کینه مه کوئ.
 تېر هېر کړئ، سبا ته هيله من واوسئ او پر نن تمرکز وکړئ.
 چېرته مو چې احترام نه کېږي، هلته مه ورځئ.
 لږې خبرې وکړئ او ډېر کار.
 په افواهاتو او دروغو وخت مه ضايع کوئ.
 پلار، مور، کورنۍ او رښتينو ملګرو ته لومړيتوب ورکړئ.
 هيله بښوونکي کتابونه مطالعه کړئ.
 هر سهار او ماښام خپل کاري پلان وارزوئ.
 په برېښنايي وسايلو او ټولنيزو رسنيو کې ډېر مه ډوبېږئ، پلان ورته جوړ کړئ او د پلان مطابق يې وکاروئ.
 تفرېح، ورزش او ملګرو ته وخت ځانګړی کړئ.
 له ډار، وېرې او تشويش څخه واټن واخلئ، ځکه د وخت په تېرېدو سره مو لکه د لرګيو چنجيو په څېر خوري.
 د خوشحالۍ پر مهال شکر وکړئ او په خپګان کې د صبر مېوه غوره کړئ.
 د (نه) بدرنګه کليمه ډېره مه کاروئ.
 د (هو) ښکلې کليمې سره مينه وکړئ او ډېره يې وکاروئ.
 پورته ويناوې، ولولئ، فکر پرې وکړئ او تکرار يې کړئ.