فبروري 28, 2021

څنګه له ځان سره مینه وکړو؟

ژباړه: غازي عابد
۱- تشویق او ملاتړ ترلاسه کړئ.
ستاسې هڅې، خوارۍ او کوښښونه یوازې په دې مانا نه دي چې یوازې به یې ترسره کوئ، د یوه پوه ګیبریلي برینسټین خبره؛ باید د اشخاصو معنوي منډه او همکاري درسره وي چې په سختو ورځو کې مو مبارزې او ستاسې کړنې وستايي، ملا مو وتړي او په اسانه یا بریالۍ ورځو کې مو مننه، افرین او نمانځنه وکړي.
۲- له ځانه سره یوه ساده خاموشي غوره کړئ.
باید کوښښ وکړئ چې په څو لومړیو وختونو کې له ځانه سره خاموشي غوره کړئ او یو ډول ذهني تمرکز وکړئ. که څه هم دا به سخت کار وي چې څو شیبې ارام شئ، هر څه هیر کړئ او فکر مو خالي وساتئ، خو دا ګټور او ضرور کار دی.
۳- ځانته مو وخت بیل کړئ.
ځینې ساده لارې دا دي چې د خپل ځان او ژوند نارمل، مینه ناک او خوښ ساتلو لپاره مو هر وخت خوب ته له تګ وړاندې په ګرمۍ کې یوه لامبه وکړئ، یا خوب ځای ته له تګ ۱۵ دقیقې وړاندې د خپلې خوښې کتاب ولولئ.
که چیرته لومړی له ځان سره مینه ونه کړئ، له نورو سره یې هم نه شئ کولی.
۴- اغیزمن او منونکي اوسئ.
مینې او رښتیني اړیکې ته خپل ځان برابرول سخت وي. موږ ځیني وخت کلونه حتا لسیزې په دې لګوو چې څنګه د درد او بدمرغۍ په مقابل کې خنډونه ختم او حل لارې چارې راوباسو.
له نورو ملګرو سره د اړیکو لپاره خلاص اوسئ. له نورو خلکو سره ځیني کارونه شریک وکړئ، ځینې وخت کې ځیني شیان ومنئ، که یو څوک درته داسې څه وايي چې هغه پرې خوشحالیږي تر ممکنه حده ترې ځان اغیزمن کړئ، که داسې ونه کړئ، ښايي بد غبرګون مو ځان زیانمن کړي چې دا زیان ددې له امله دی چې تاسې له ځان سره د مینې لپاره ګذشت او منښت نه دی کړی.
۵- ډیر کنټرول هم مه کوئ.
د خپل ژوند ډیر کنټرول او انحصارول، نه یوازې دا چې ګټور نه دي، دا همدا راز داسې څرګندول دي چې موږ د چا مرستې ته اړتیا نه لرو.
یعنې که چیرته کومه تیروتنه کیږي، خیر دی، عبرت ترې واخلئ، خو دومره مه جدي کیږئ، چې ستونزې در وزیږوي.

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ