ساینس او ټیکنالوژي

څنګه د موټرو او ماشومانو د غلا مخه ونیسو؟

لیکنه: ياران

لیکنه: آغاملوک سهار

کله چې ما خپل دريم سافټوير د درک په نوم‌ د ترافيکو رياست لپاره جوړ کړ. هغه سافټوير کورنيو چارو وزارت تاييد کړ، د مخابراتو وزارت او نړيوال بانک جايزه يې هم وګټله، خو بيا هم کورنيو چارو وزارت عملي نکړ.

له دي وروسته ما تصمیم ونیو، چې د ټرافیکي پیښو د مخنیوي او د موټرو او ماشومانو له غلا کیدو څخه د خوندیتوب او د موټرو د پلټنې لپاره باید زه شخصي کار وکړم. اوس شکر له ملګرو سره په ګډو هڅو مو دا کار وکړ، کمپنۍ مو جوړه کړه چې شاخوا سلګونو موټرو او اشخاصو ته مو په ډيری ولايتونو کې د ردیابي یا پلټنې خدمتونه ور رسولي. تر پرون پورې مو د څو ښوونځو، علمي مرکزونو او نورو ادارو موټرونو ته هم دا سيسټم عیار کړ، چې دوی يې خپله کنټرولوي او په نژدې راتلونکې کې به چې ددوی ټولو زده کوونکو ته واړه جي پی ایسونه ورکړو ترڅو مور پلار او اداره یې وڅاري.

زه غواړو دا خدمتونه پراخ یې کړم، هېوادوالو ته نوي ټکنالوژۍ ورسوم، اوس غواړم زموږ د سیستم د کار په څرنګوالي معلومات درکړم.

اوس زموږ کار درې برخې لري؛ یو یې ډيتابیسونه دي، چې موږ یي روغتونونو، شرکتونو او ښوونځیو او پوهنتونونو او نورو ادارو ته د هغوی د کارونو د مدیریت او اسانتیا په خاطر جوړوو، ویب سایټونه او بل ټرکينګ يا رديابې خدمتونه دي.

د پلټني(ردیابي) لپاره موږ په لاندې دري برخو کي کار کوو:

۱- د موټرو پلټنه یا ردیابې


موږ د جي پی ایس دا آله د موټر په یو پټ ځای کې نصبوو، هیچا ته نه معلومیږي چې دا آله چېرته نصب شوې. ځکه د عیارولو په وخت کې هیڅوک نژدي نه پریدو، او بیا یې له خپل سیستم سره وصلوو، او د موټرو خاوند په موبایل کې اپلیکشن انسټالوو، او له خپل موټر سره یې ورته وصلوو. چې د موټر سرعت، موقعیت، د حرکت لوری، عکسونه، غږ، په ژوندي بڼه حرکت او نور ډیر څه ورته معلومیږي، د اړتیا په وخت کې خاوند یې کولای شي، خپل د موټر انجن، د برق سیستم ددې اپلیکشن یا اس ام اس کود له لارې چالان یا بند کړو، نور که غل کيلې هم ولري هیڅ نشي کولاي. موږ او د موټر خاوند د موټرو چالانیدو او بندیدو او لوړ سرعت، خطر په وخت د اس ام اس او اپلیکشن له لارې خبرتیا ترلاسه کوو. د تيلو راډ په ټانکۍ کی نصبېږي چې بيا په اپليکيشن معلوميږي چې څومره تيل په ټانکۍ شته، چا چيرته تيل ور لويدلي، موقعيت، نيټه، وخت، څومره اچول سوي يا ختلي…

زموږ د GPS سيسټم په ټول هېواد کې کار کوي.

د موټر خاوند د موټر دننه خبرې اوري، او که خاوند یې وغواړي کمره په موټر کې نصبیږی او هر پنځه دقیقې وروسته عکس اخلي او د موټر خاوند ته يې ليږي، په عکسونو کي ووينئ…

۲- د وسایلو پلټنه


که تاسو جنراتور لرئ یا د کارټینر، زیرمه یا بله داسې څه، غواړئ پوهه شئ څنګه او چېرته دي. مثلاً جنراتور د موبایل اپلیکشن له لارې بند او چالانولی شئ، یا په دې پوهیدل غواړئ چې کله چالان شوی، کله بیرته ګٌل شوی، څومره تیل یې مصرف کړي… یا کارټینر یا سودا لیږي بل ځاي ته پوهه شي چې اوس چېرته دي.

۳- د زده کوونکو پلټنه


که میندي او پلرونه غواړي پوهه شي چې ماشومان یې ښوونځي ته ځي یا نه، یا اوس چېرته دي او څه کوي، نو دا واړې آلي جي پی اس کارت ته ورته دي. هغه په کمربند، غاړه یا د کالو په یو ځای کې نصبوو، هغه اپلیکشن چې میندو او پلرونو ته یې په موبایل کې ورکوو، ورسره عیاروو. نور یې میندو ته معلومیږي چې ماشوم چېرته دي او د حرکت لوري یې کومي خوا ته دی، څومره وخت یې چېرته تیر کړی او اوس چېرته دي، که غواړي غږ یې واورې نو هغې سیم کارټ ته چې په دې واړه جي پی اس کې دي زنګ وهي، له اته ثانیو نه وروسته اوتومات اوکی کیږي، د ماشوم له خوا غږ راځي، د میندو له خوا غږ نه ورځي او ماشوم نه پوهیږي چې زما خبرې څوک اوري یا زما جې پي اس ته زنګ راغلی دی کنه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران