څنګه خپل فکر راټول کړو تر څو پر یو څه فکر وکړو!؟

ليکنه صديقه پوپلزۍ غږ استاد عظيمي

داسې ډېر انسانان شته چې فکر یې تیت او پرک وي او نشي کولای پر یوې ځانګړې موضوع باندې فکر او تمرکز وکړي.
ناسم فکرونه، اندېښنې، د تمرکز ګډوډي او دې ورته نور مسایل جلا جلا ستونزې دي. په ټولیز ډول هر انسان له داسې ستونزو سره مخ کېږي، دې ستونزو ته فکري ګډوډي هم ویلای شو او د اضطراب او ژور خپګان پر مهال هم اړوند کسان خپل تمرکز له لاسه ورکوي. وېره او هر ډول اضطراب کولای شي موږ ناهوسا او ناکراره کړي، کله چې موږ ناارامه شو نو تمرکز هم له لاسه ورکوو.

د فکر ګډوډي او د حواسو تیتېدل بېلابېل لاملونه لري چې پایله یې تمرکز له لاسه ورکول دي.

کوم کسان چې غواړي خپل فکر ورغوي نو باید خپل ځان په عمومي ډول چک کړي، تر څو پوه شي چې فکر یې په بېلابېلو وختونو کې چېرته مصروف وي؛ دا موارد ورسره مرسته کوي.

د ژوند د هر پړاو ستونزې لامل ګرځي چې زموږ هوساینه له منځه یوسي، نو کله مو چې په یو ډول خپله هوساینه له لاسه ورکوو، تمرکز مو هم ستونزه ویني، نو اړینه ده چې په هر حالت کې خپله هوساینه وساتو، ځکه ترڅو چې خپله هوساینه ونه ساتو د تمرکز د رغېدو شونتیا هم کمه ده.
دا چې ولې خپله هوساینه نشو ساتلای بېلابېل لاملونه لري چې ښایي اضطراب، سټرېس، ژور خپګان، کورنۍ ستونزې، ناسالمه اړیکې یا بل هر څه، لومړی باید دا معلومه کړو چې ستونزه چېرته ده او له کوم ځایه یې سرچینه اخیستې ده.

موږ باید پوه شو چې څه، چېرته او څنګه پر موږ باندې اغېز کوي.

بله مسئله چې تمرکز له منځه وړي، دا ده چې موږ ډېر ځله د هغو مسئلو پر وړاندې پاملرنه نه کوو چې زموږ تمرکز ته یې زیان اړولی، بلکې تل یوازې پایلې او ستونزې ته ګورو. دا نه څېړو چې د څه له امله داسې شوي یو، که یوه عمومي څېړنه وکړو مثلا ټولنیزي شبکو، خوب یا نیمه خوب او ټولنیزو اړیکو مو په دې برخه کې څومره ونډه لرله، د دې شیانو پلټنه دا راته څرګندوي چې اصلي ستونزه چېرته ده.

بله مسئله هم د نقش بدلول دي، مثلا کومه د کور مشره نجلۍ د دې پر ځای چې خپل ځان ته پاملرنه وکړي او یوازې لور اوسي خپله نقش بدلوي د مور چارې هم ترسره کوي، د خویندو او وروڼو هم له همدې امله ځان ته نشي رسېدلای، فکر یې ګډوډېږي او په پایله کې تمرکز هم له لاسه ورکوي، لور باید لور اوسي او باید یوازې خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي، خو دوی د ټول کور ستونزو او چارو ته پام کوي او په هکله یې فکر کوي، هر انسان باید د خپل ځان پر ځای کار وکړي.
که موږ وکولای شو دې ټولو اړخونو ته پام وکړو کولای شو خپل تمرکز ورغوو.

څلورمه خبره مهالوېش او منظم پلان جوړول دي، که موږ منظم مهالوېش ولرو نو مرسته کوي چې خپل تمرکز وساتو، که موږ د ژوند بهیر کې منظم پلان ولرو نو پخپله پلان راته وایي چې څه وکړو او څه نه.
خو که پلان ونه لرو زموږ ذهن له وړاندې ځیني پلانونه لري چې په خپل سر یې مخته وړي. مهالوېش لرل زموږ ذهن ته مسیر ټاکي.


که تل خپلو لومړیتوبونو ته پام وکړو، نه حاشیوې فکرونو ته، دا چاره هم موږ سره په تمرکز کې مرسته کولای شي.

وروستي مطالب