مارچ 4, 2021

څلورو افغان روزونکو د موتای لوبي نړیوال سندونه ترلاسه کړل.

ليکنه: صابرحميدي
د مسئولینو په خبره د افغانستان د موتای څلورو روزونکو په دې لوبه کي د لوبغاړو روزني لپاره نړیوال سندونه ترلاسه کړل.
محمد طاهر احمدي، خلیل رسولي، عبدالصادق ابراهیمي او وحیدالله علي زاده هغه څلور افغانان دي چي د موتای په لوبه کي ئې د روزونکو په توګه نړیوال سندونه ترلاسه کړل.
د افغانستان د موتای فدراسیون وایي، چي یادو روزونکو د ټایلینډ هیواد په بانکوک ښار کي ۱۵ ورځني روزنیز پروګرام کي بریالی ګډون وکړ او له هغه وروسته د موتای لوبي د نړیوالو روزونکو په کتار کي راغلل.
په دې ۱۵ ورځني روزنیز پروګرام کي د افغانستان په ګډون د ۲۰ هیوادونو څخه لسګونه روزونکو برخه اخیسته وه.
په دې سره به هغه څلور افغانانو چي نړیوال سندونه ئې ترلاسه کړل د موتای ډېر افغان لوبغاړي وروزي.
موتای یو له هغه لوبو څخه ده، چي دننه په هیواد او خصوصن بیا کابل کي زیات شمېر لوبغاړي او مینوال لري.