څلورمه برخه_ څنګه د نورو زړونه لاسته راوړو؟

انسان یو ټولنیز موجود دی او د خپلو شاوخوا خلکو اړيکو او مرستو ته اړتیا لري، خو د دې لپاره چې انسان وکولای شي له نورو سره اړيکه وساتي او د هغوی مرستې او مينه ترلاسه کړي، لومړی باید د هغوی زړونه لاس ته راوړي، د ياران وېبپاڼې په بېلابېلو لیکنو کې مو يادونه کړې، چې د نورو د زړونه د لاس ته راوړلو يوازينۍ کلۍ ښه اخلاق دي. دا چې څنګه د نورو زړونه لاس ته راوړو په دې اړه مو د همدې عنوان تر نامه لاندې درې لیکنې خپرې کړې دي او نن یې تاسو ته څلورمه برخه وړاندې کوو. د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!

لومړی_ مينه وکړئ!

له نورو سره مهربانه واوسئ او هغوی ته دا ښکاره کړئ چې تاسو ته ارزښت لري. تاسو کولای شئ له نورو سره د ستړي مشي په واسطه له هغوی سره مینه وکړئ او د هغوی په زړونو کې ځاله جوړه کړي. که د ستړي مشي پر مهال مقابل لوري ته لاس ورکړئ، هغوی ښکل کړئ او يا یې په غیږ کې ټينګ کړئ، ستاسو او د هغوی ترمنځ به مینه لا ډېره شي. له نورو سره په مينه کولو له موږ نه هېڅ هم نه کمېږي خو کولای شو چې په ډېرې اسانۍ سره د هغوی په زړونو کې ځای ونيسو. که مو مقابل لوري ته لاس ور نه کړ او يا مو په غیږ کې ټينګ نه کړ، هېڅ خبره نه ده، د هغوی ښکلول او يا لمسول اړين نه دي، اړينه دا ده چې هغوی خپه نه کړئ او له ځان نه یې خوشاله وساتئ. که هغه د غیږ کې نیولو په واسطه وي او يا د خبرو کولو پر واسطه، خو خامخا باید له هغوی سره مينه وکړئ. کله چې تاسو له مقابل لوري سره ښه رويه او مينه کوئ، هم ستاسو او هم د مقابل لوري په وجود کې د اکسي توسین هورمون ترشح کوي او د دواړو لورو په بدن کې د سټرس کچه ډېره ټیټېږي او په ټوله کې به دواړه لوري د يو بل په څنګ کې د ارامتیا احساس وکړئ. نو هڅه وکرئ چې خپله مینه ونه سپموئ او نورو ته یې وويشئ، له دې سره به هم تاسو له مینې او ښو اړيکو نه ډک ژوند ولرئ او هم به مقابل لوری له تاسو سره مینه ولري او ستاسو په څنګ کې به د ارامتیا احساس وکړي.

دویم_ منننه وکړئ!

د دې لپاره چې د نورو زړونه وګټئ د ټولنیزو رسنیو پر مټ ورنه نه مننه وکړئ. اړينه نه ده چې تل له نورو سره په مستقیمه بڼه اړيکه ولرئ او د هغوی زړونه لاس ته راوړئ، تاسو کولای شئ د ټولنیزو رسنیو په واسطه له نورو سره اړيکه ولرئ او هغوی ته د مسج کولو په واسطه له هغوی سره ښې اړيکې ولرئ او يا کله چې يو څوک تاسو میلمه کوي د ټولنیزو رسنیو په واسطه ورنه مننه وکړئ یا کله چې څوک د لومړي ځل لپاره وينئ د هغه ايميل ورنه واخلئ او په ايميل کې ورته ولیکئ چې د هغوی له لیدو نه خوښ يئ او غواړئ چې بیا_بیا ورسره ووينئ. ډاډه اوسئ چې له نورو سره د ښو اړيکو لرل بې‌ځوابه نه پاتې کېږي او ارومرو به د مقابل لوري په زړه کې درته مينه او درنښت پيدا کوي او تاسو سره به بېرته ښه رويه کوي.

درېیم_ له نورو نه ګيلې مه کوئ!

که غواړئ چې د نورو په زړونو کې ځای ولرئ، له نورو نه ګيلې مه کوئ، د هغوی سره د جنګ کولو لپاره پلمې مه لټوئ، نورو ته توهین مه کوئ او هغوی مه تحقیروئ! موږ ټول په داسې يو وخت کې له يو چا سره مخ شوي يو چې له وقفې پرته له نورو نه ګيلې او شکایت کوي، هغوی د يوې موضوع منفي اړخونه څېړي او يوه پلمه پکې لټوي چې خپل ځان بې‌ګناه او خپل مقابل لوری پړ کړي، هغوی هېڅکله هم مسوولیت پر غاړه نه اخلي، له همدې امله هېڅوک نه خوښوي چې له هغوی سره و اوسي او د هغوی خبرې واوري. نو که تاسو هم غواړئ چې نور درنه لرې والی غوره نه کړي او ستاسو په څنګ کې و اوسي نو هېڅکله له نورو ګيلې او شکايت مه کوئ، خپلو ستونزو ته هم نظر وکړئ او کله کله ځان هم پړ کړئ. هڅه وکړئ چې د نورو کړنو ته په بد نظر ونه کړئ او هغوی ونه پلټئ. په دې پوه شئ چې ژوند تل ستاسو په خوښه مخ ته نه ځي، خو که هڅه وکړئ کولای شئ چې د ژوند ځينې چارې په خپله خوښه مخ ته يوسئ او د دې لپاره چې په خپله خوښه ځينې کړنې ترسره کړئ باید د نورو ملاتړ له ځان سره ولرئ. مهرباني و اوسئ، په هرې کړنې کې مثبت و اوسئ او پرته له دې چې د نورو د کړنو په اړه قضاوت وکړئ، ژوند وکړئ، تر څو وکولای شئ د خپلو شاوخوا خلکو ترڅنګ له ژوند نه خوند واخلئ او ټولو ته ګران و اوسئ.

څلورم_ نور وهڅوئ!

هڅه وکړئ چې خپل شاوخوا خلک وهڅوئ او له همدې لارې د هغوی زړونه لاس ته راوړئ. هېڅوک نه غواړي د خپلو هڅو او کړنو په پای کې منفي او ناهيلې کوونکې خبرې واوري. نو هڅه وکړئ چې د نورو د مثبتو کړنو په لیدو سره هغوی وهڅوئ؛ د بېلګې په توګه که ستاسو ملګری ډېر وزن ولري او ستاسو وزن هم ډېر وي، هغه ته ووايئ چې غواړئ خپل وزن کم کړئ او په دې توګه هغه وهڅوئ چې خپل وزن کم کړي. ستاسو له دغې کړنې سره هغه دې ته متوجه کېږي چې په دې نړۍ کې يو هغه نه دی چې ډېر وزن لري او هغه هم کولای شي چې خپل وزن کم کړي او که هغه ستاسو خبره ومني تاسو به هم مثبته انرژي واخلئ او د دې احساس به وکړئ چې ستاسو د شاوخوا خلک ستاسو خبرې ته ارزښت ورکوي.
په پای کې باید يادونه وکړم چې دا لړۍ دوام لري او په راتلونکو لیکنو کې به ځينې نورې داسې لارې چارې هم در وښیو چې پر مټ یې کولائ شئ د خپلو شاوخوا خلکو زړونه لاس ته راوړئ.

وروستي مطالب