هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کلتور او هنر

څرنګه خپل ماشوم کتاب لوستلو ته وهڅوو؟

ژباړه او زیاتونه: محمد منیرسمسور

آیا ستاسو ماشوم د کتاب له لوستلو څخه نفرت لری؟ آیا تاسو غواړی چې ماشوم مو د کتاب له لوستلو سره مینه ولري؟ دغه لېکنه تاسو دا درښییې چې، څرنګه له خپلو ماشومانو سره کار وکړئ څو هغوی له لوست او مطالعې سره لیوالتیا پیدا کړي.

۱:- خپلو ماشومانو ته د لوستلو لپاره ښه کتابونه پیدا کړئ

له خپل ماشوم څخه پوښتنه وکړي چې د لوستلو لپاره کوم کتاب خوښوی، دهغه/هغې لپاره هماغه ډول کتابونه واخلئ.

که چیرې ستاسې ماشوم نه پوهیږي چې له څه ډول کتابونو څخه به هغوی خوند واخلي، کتابتون ته لاړ شئ او له کتاب پلورنکي څخه وپوښتۍ او له هغه څخه مرسته وغواړئ، زیاتره عامه کتابتونونه کتابدار هم لری کوم چې د ماشوم د خوښې د کتابونو په پیدا کولو او انتخاب کې تاسو سرسره مرسته کولی شي.

ستاسو فکر یا ذهن دماشوم د خوښې وړ کتابونو په انتخاب او لوستلو کې باید خلاص وی. که څه هم د هغوی لپاره شاید د خوښې وړ کتابونه په نظر رانشي کوم چې تاسې ورنه خوند اخلي، دا هم امکان لری هغه څه چې تاسې یې اخلۍ ستاسې ماشوم به د کتاب لوستلو په اړه په شور او شوق راولي.

که چیرې ستاسې ماشوم ځوان وی. دا هم ښایې چې ستاسې ماشومان د یو کتاب لوستل څو څو ځله وغواړي. دا سمه ده، په پاي کې به، ماشومان د یو بل کتاب لوستلو لپاره لاړ(وهڅول) شي. اجازه ورکړئ چې ستاسو ماشوم د لوستلو لپاره چې څه غواړي هغه ولولي.

۲:- تاسو خپل ماشوم ته لوستل وکړئ!

که څه هم تاسو به شاید دا فکر وکړئ چې ستاسو دا لوستل به ماشوم ځانته لوستلو څخه محروم کړی، خو ستاسو له خوا لوستل د ماشوم سره ښایې مرسته وکړي، هغه وهڅوي او همدارنګه به یې له تاسو سره یو ځای د ښه او باکیفیته لوستلو په وخت کې ښې اړیکې ټینګې شي.

۳:- کتاب لوستل له بریښنايي لوست غوره دي

ماشومان وهڅوئ چې کاغذي او چاپ شوي کتابونه ولولي. د پاڼې یا کتاب لوستل د بريښنايي متن له لوستلو څخه غوره دي ، همدارنګه کمپویټر، موبایل او یا اۍ پیډ پر سکرین ډیر لوستل سترګو ته هم زیان رسوي. نو کتاب هغوی د سترګو لپاره هم غوره دی.

که چیرې ماشومان له دوه ساعتونو څخه زیات وخت د فلمونو او نندارو په لېدلو مصرفوي، نو هغوی وهڅوئ چې ددې پر ځای یو څه وخت هره ورځ مطالعې ته ورکړي.

د اونۍ رخصتۍ داسې تنظیم کړي چې تلویزیون کتل په کې کم وي، ځکه چې د اونۍ په رخصتیو ورځو کې ښوونځی رخصت وي تلویزیون، کمپیوتراو …نور الیکترونیکي وسایل بند کړئ او خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ چې یا لوستل وکړي او یا هم نورې سالمې لوبې.

حد اقل په اونۍ کې باید یوه ورځ داسې وټاکۍ او خپل ماشومان وهڅوئ چې په په دې ورځ دې الیکترونکي وسایل، لکه ګیمونه، موبایل، کمپویټر او تلویزون هیڅ ونه کاروي.

۴:د کتاب لوستلو کلب پیل کړئ.

داسې چې د ګاونډیانو ماشومان به هم هلته راشي او کتابونه به لولي.

۵:-خپل ماشوم ته ډالۍ ورکړئ

که مو ماشوم یو کتاب لولي، پای ته یې رسوي. د هڅونې لپاره یې یوه ډالۍ ورکړۍ دا ډالۍ که ډیره وړه هم وي. ماشوم ته ارزښت لري او نوموړی نور لوست ته هڅولی شي.

۶:-خپل ماشوم ته اجازه ورکړئ چې ستاسو لوستل وویني.

په ځانګړې توګه کوچینې ماشومان نه یوازې په لوستلو کې بلکې د ژوند په ډیرو چارو کې خپل لویان تعقیبوي. نو لوستل هم له دې استثنا نه دي.

که تاسو لوستل کوئ، د خپلې مطالعې په اړه مو ماشوم سره خبرې وکړئ. هغه هڅول کیږي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */